کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې نایب منشي او منشي څوکیو ته له څلورو نوماندانو هېڅ نوماند د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې راتلونکې شنبې د دې څوکۍ لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي.
د غويي په ۲۸مه د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې تر پرانیستې وروسته د ټاکنو له درېیو پړاوونو وروسته چې د جرګې د غړو له مخالفت سره مخ وو، میر رحمان رحماني د دې جرګې رییس وټاکل شو.
تېره ورځ امیرخان یار د ۱۳۱ رایو په ترلاسه کولو لومړی نایب او احمدشاه رمضان د ۱۱۹ رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې دویم نایب وټاکل شول، خو د منشي او نایب منشي څوکیو لپاره هېڅ نوماند د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.
نن د ولسي جرګې نایب منشي پوسټ ته په دې جرګه کې د کونړ د خلکو د استازي نعمت الله کریاب او د کابل د خلکو د استازې نظیفې ذکي ترمنځ چې تېره ورځ یې د (عبدالبصیر عثماني او ذکیې سنګین) په پرتله ډېرې رایې لرلې، ټاکنې وشوې.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې ۲۰۹ غړي حاضر وو او هر بریالي نوماند باید ۱۰۵ رایې ترلاسه کړې وای.
د جرګې په نننۍ ناسته کې د منشي څوکۍ لپاره د تېرې ورځې د دوو مخکښو نوماندانو (د هرات د خلکو د استازي سیدطاها صادق او د زابل د خلکو د استازي عبدالقادر قلاتوال) ترمنځ ټاکنې وشوې خو قلاتوال د ۷۸ تایید رایو په ترلاسه کولو او صادق د ۷۶ رایو په ترلاسه کولو یادې څوکۍ ته بریالي نه شول.
دغه راز نن د نایب منشي څوکۍ لپاره د تېرې ورځې د دوو مخکښو نوماندانو (نظیفې ذکي او نعمت الله کریاب) ترمنځ ټاکنې وشوې خو ذکي د ۶۸ رایو او کریاب د ۷۹ رایو په ترلاسه کولو یادې څوکۍ ته د بریاليتوب لازمې رایې پوره نه کړې.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، په نننیو ټاکنو کې هېڅ نوماند د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۵ مه) د منشي او نایب منشي پوسټ ته د نوماندانو ترمنځ سیالي وشي.
login or register a new account.