پلخمری (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): په بغلان کې پر يوه کور هوايي بريد شوى چې له امله يې دوه ښځې وژل شوې او د ماشومانو په ګډون څلور نور کسان ټپيان دي.
د بغلان د مرکز پلخمري د ډنډ شهاب الدين سيمې اوسېدونکي غلام حيدرخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې يوې الوتکې د ظاهرخان پر کور بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه ښځې وژل شوې او د درېيو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د پلخمري ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر محمد انور وردګ پژواک ته وويل چې له يادې پېښې د يوې ښځې جسد او پنځه ښځې په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.
ده زياته کړه: ((د دوو تنو وضعيت خراب و، هغه مو پلخمري روغتون ته ولېږل، پاتې نور يې دلته موږ تر درملنې لاندې نيولي دي.))
بل لور ته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د دې پېښې په اړه تر اوسه دوى ته خبر نه دى ورکړل شوى او په اړه به يې پلټنې وکړي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د هوايي بمباريو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP