Language

د عزيزالله کاروان لومړى تلين او له حکومته د خلکو ګيلې

ښرنه (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ولسمشر ژمنه چې د پکتيکا هوايي ډګر به د عزيزالله کاروان په نوم نوموي او هغه ته به د درناوي مډال ورکوي، په ځای پاتې ده.

په ارګون ولسوالۍ کې د پکتيکا د پوليسو د ځانګړو ځواکونو د قوماندان عزيزالله کاروان د وژل کېدو د لومړي تلين په مناسبت غونډه جوړه شوې وه چې د سلګونو خلکو ترڅنګ ګڼ شمېر چارواکو په کې ګډون کړی وو.

عزيزالله کاروان د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی او د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان و، چې تېر کال په پلازمېنه کابل کې د مکروريانو په فردوسي پارک کې له خپل ساتونکي سالم عابد سره يو ځای د وسله والو له لوري ووژل شو، خو تر اوسه يې د وژل کېدو جزئيات حکومت له خلکو سره نه دي شريک کړي.

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر عبدالقيوم حليمي په خبرو کې وويل، عزيزالله کاروان د وژل کېدو يو کال پوره شوی، خو تر اوسه يې حکومت د وژونکو د نيولو او پېښې د پلټنې په اړه له خلکو سره معلومات نه دي شريک کړي.

ده زياته کړه، کاروان ۱۶ کاله له امنيتي ځواکونو سره په بېلا- بېلو برخو کې کار وکړ، سلګونه ځوانان او هم سنګره ملګري ور سره ووژل شول او خپله هم د هېواد په زړه کې ووژل شو، چې حکومت يې تر اوسه د دې ولايت له خلکو سره د پېښې جزئيات نه دي شريک کړي.

هغه غوښتنه کوي چې د ښرنې هوايي ډګر لکه ولسمشر چې ژمنه کړې وه، د عزيزالله کاروان په نامه دې ونوموي.

قومي مشر حاجي اکبر اغا هم وويل، عزيزالله کاروان پر پکتيکا سربېره د هېواد په ډېری ولايتونو کې عمليات کول، نو ځکه يې بايد د نمانځنې غونډه په مرکز ښرنه کې نيول شوې وای.

د هغه په خبره، ولسمشر هغه ژمنې چې د ښرنې هوايي ډګر به د عزيزالله کاروان په نامه نوموي او هغه ته به د درناوي مډال ورکول کېږي، په ځای پاتې ده او د يادې ژمنې د پوره کېدو غوښتنه کوي.

د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم د وينا پرمهال وويل، چې کاروان د پکتيکا او هېواد لپاره زياتې قربانۍ ورکړې وې، نو ځکه دې امنيتي ځواکونه د کاروان لار تعقيب کړي.

د پکتيکا مرستيال والي شېربادشاه ارګوني او امنيې قوماندان مل پاسوال ايمل نيازي هم د عزيزالله کاروان وژل کېدل لويه ضايع وبلله او زياته يې کړه چې د دې ولايت امنيتي چارواکي به د کاروان لار تعقيبوي او د هغه د ځای ناستي خانزاده کاروان بشپړ ملاتړ او ننګه به کوي.

يادو مسوولينو وويل چې د پکتيکا خلکو د نورو ولايتونو په پرتله له امنيتي ځواکونو سره زياتې همکارۍ کړې چې له امله يې په دې ولايت کې امنيت ډاډمن شوی دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.