ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د يوناما چارواکي په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو پر کېدو ټينګار کوي او زياتوي چې د افغانستان د ثبات په موخه بايد داسې ټاکنې ترسره شي چې ټولو ته د منلو وړ وي.
دغه څرګندونې د يوناما مرستيالې اېنګرېډ هايډن ګردېز ته په يو رسمي کاري سفر کې د دغه ولايت له چارواکو سره د ليدنو پر مهال وکړې.
هايډن د پکتيا له والي شميم خان کټوازي سره په ناسته کې ولسمشريزو ټاکنو ته پر چمتووالي، سولې، امنيت، پرمختيايي پروژو او سياسي وضعيت خبرې وکړې.
نوموړې سوله لومړيتوب وباله او ويې ويل چې د پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره سوله اساسي اړتيا ده.
دې پر رڼو او عادلانه ټاکنو هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د افغانستان د ثبات لپاره بايد ټولمنلي ټاکنې ترسره شي.
مېرمن هايډن وايي: ((افغانستان سولې ته تر هر وخت زياته اړتيا لري، همدارنګه ټاکنې، ولسواکي او د نظام تسلسل او پياوړتيا نور اړين مسايل دي. ملګري ملتونه په دې برخو کې له افغانانو سره کلک ملاتړي دي او د رڼو ټاکنو لپاره له ټاکنيزو کمېسيونونو او د نوماندانو سره په ګډه کار کوي.))
نوموې پکتيا کې پر عامه خدمتونو، حکومتولي، د ښځو پر وضعيت او پروژو هم خبرې وکړې او ويې ويل چې په دغه ولايت کې خلکو ته د عامه خدمتونو د پراختيا په برخه کې بايد لا زيات کار وشي.
هايډن وويل: (( ه حکومتولي، د ښځو د ژوند د ښه کېدو او د عامه خدمتونو د زياتېدو او ښه کېدو لپاره پکتيا لا زيات کار ته اړتيا لري. موږ هم په دې برخو کې د کار لپاره توجه کوو.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې له هايډن سره يې د سولې، امنيت، روانو پروژو او ځينو اړتياوو په اړه خبرې وکړې او هيله من دی چې د ورته سفرونو په دوام به پکتيا ته توجه لا زياته او ستونزې به يې هوارې شي.
نوموړي زياته کړه: ((ټولو ته معلومه ده چې پکتيا ته په تېر کې توجه نه ده شوې او دلته په هره برخه کې ستونزې او اړتياوې شته، اوس له دې اړخه حالت مثبت بدلون کړی او پکتيا ته د بېلابېلو نړيوالو ادارو توجه را اوښتې ده.))
د ښوونځيو د ودانيو نه شتون، د غربت او نورو عواملو له امله زده کړو ته د ښوونځيو د عمر د ګڼو ماشومانو نه لاسرسی، روغتيايي نيمګړتياوې، ګردېز کې د UNHCR دفتر فعاليت نه کول او ښځو ته د سوداګريز مارکېټ جوړول هغه ستونزې او مسايل دي چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو چارواکو ګردېز ته په خپلو سفرونو کې د هغوی د حل ژمنې کړې دي خو تر اوسه نه دي ترسره شوې.
login or register a new account.