کندوز ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۸): ځایي چارواکي وایي، چې د کندوز ولایت داهل تشیع د قومونو شورا رییس د وسله والو مخالفینو لخوا و وژل شو.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني د چنګاښ په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن مازیګر د ولایت د مرکز اړونده د الچین سیمې د بلوڅانو کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې د دې ولایت داهل تشیع د علماوو شورا رییس حجت الاسلام عبدالقیوم انصاري له تپه علي کلي څخه الچین ته روان و، چې وسله والو مخالفینو له موټره ښکته کړی او بیا یې وژلی دی.
حسیني وایي، چې وسله والو تښتیدلي او امنیتي ځواکونو د پيښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.