Language

ولسمشر غني: د احمدشاه بابا او میرویس نیکه له  کورونو موزيمونه جوړېږي

کندهار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي، چې د د احمدشاه بابا او میرویس نیکه کورونه به په اساسي توګه جوړېږي او د افغانستان او کندهار پر موزیمونو به بدلېږي.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني کندهار ولایت ته د سفر په جریان کې پرون ماسخوتن د یاد ولایت مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

په پیل کې زاهدي، حاجي ګلبدین، حاجي عبدالرحیم، قاري محمدهاشم د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د جمهوررئیس، کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.

یادو ویناوالو د سولې، د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي، د سرکونو، امنیت، زده کړو، روغتیا، د کرنې د ودې، محصولاتو ته د بازارموندنې، ډیمونو او بندونو د جوړولو، د ولسوالیو د اداري ودانیو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس غني سره شریک کړل.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ښاري پراختیا مرستیال روښان ولسمل د احمدشاه بابا او میرویس نیکه کورونو د استملاک بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د جمهوررئیس له پاملرنې او همدارنګه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا له ورثې څخه مننه وکړه.

نوموړي وویل، د ولسمشر په لارښوونه د میرویس نیکه کور د استملاک لپاره ګومارل شوی پلاوی به ژر تر ژره خپلې چارې پیل او بشپړې کړي. هغه زیاته کړه د میرویس نیکه د مقبرې د پراختیا لپاره به خپله انکشافي بسته د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

ورپسې حاجي محمدظاهر ابدالي د احمدشاه بابا او حاجي محمدولي هوتک د میرویس نیکه د ورثې په استازیتوب د دغو کورونو د استملاک په برخه کې د ولسمشر د پاملرنې او اقدام قدرداني وکړه او همدارنګه یې د هیواد د تاریخي ابداتو په توګه د دغو دوو کورونو د خوندیتوب له امله د جمهوررئیس قدرداني وکړه.

دوی همدارنګه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه د کور د کیلیانو د سپارلو پرمهال ولسمشر غني ته د عزت پګړۍ هم ور په سر کړې.

ولسمشر غني د وینا پرمهال وویل، : " که میرویس نیکه او احمدشاه بابا نه وای، موږ او افغانستان به هم نه وای، دوی دواړه د تقوا نمونې وې او نن سهار د احمدشاه بابا کور ته د ورتلو ویاړ را په برخه شو. ژمنه مې داده چې دا دواړه کورونه به په اساسي توګه جوړېږي او د افغانستان او کندهار په موزیمونو به بدلېږي. "

ولسمشر څرګنده کړه هر افغان باید د احمدشاه بابا او میرویس نیکه کورونو ته راشي او د وطنپالنې الهام ورڅخه واخلي. د احمدشاه بابا د کور په ګډون به د هغه د وخت شادي بازار هم بېرته احیا شي او په دې اړه یې د ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه.

محمداشرف غني وویل، د کندهار ښکار د انکشافي پلان لپاره بین المللي شرکت استخدام شوی او کندهار به یو ځل بیا په اشرف البلاد بدل شي. هغه د کندهار والي ته په ټینګار سره د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د مافیا د ماتولو لارښوونه وکړه، او وې ویل، د کندهار بشري قوا باید له هیڅ ځای څخه کمه نه وي.

هغه زياته کړه، د احمدشاه بابا او میرویس نیکه درس ته دادی چې له تورو شپو پسې رڼا حتمي ده، مګر ټینګه اراده، یووالی او پولادي عزم پکار دی چې دا مقدسه خاوره له جنګ څخه وباسو، سولې، هوساینې او ثبات ته یې ورسوو. 

login or register a new account.