Language

“پکتيا کې په بدو کې د نجونو ورکولو ناوړه دود له منځه تللی”

ګردېز (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨) : د پکتيا اوسېدونکي او د ښځو چارو رياست وايي چې په دې ولايت کې په بدو کې د نجونو ورکولو پخوانی ناوړه دود له منځه تللی دی.

دوی وايي، له څو کلونو راهيسې هېڅ داسې قضيه نه ده پېښه شوې چې د حل لپاره يې کومه نجلۍ قرباني شوې وي.

د ښځو چارو رياست مشرې نسرين اورياخېل د چنګاښ په ١٥مه، په دې اړه د عامه پوهاوي غونډې ته وويل چې اوسمهال په کليو او لرې سيمو کې ورته پېښېدونکې کورنۍ او قومي ستونزې د نغدي پيسو، اجناسو يا ځمکې په ورکولو حل کيږي.

هغه زياته کړه، ياد دود په دې اړه د رسنيو، مدني ټولنو، ديني عالمانو او قومي مشرانو د تبليغاتو او د عامه پوهاوي د بېلابېلو پروګرامونو په مټ په تدريجي ډول له منځه تللی او له تېرو دوو کلونو راهيسې د پکتيا په هېڅ يوه اداره کې داسې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

نوموړې وايي: ((موږ ټول عدلي او قضايي ارګانونه يو له بل سره مياشتنۍ ناستې لرو، په تېرو دوو کلونو کې هېڅ ډول داسې څوک موږ ته نه دي عارض شوي چې کومه جلکۍ به يې په بدو کې ورکړې وي؛ که بد واقع هم شي، نو په بدل کې يې پوله، پټی ورکوي يا ننواتې ورځي، پيسې ورکوي او په دې شکل ستونزه حلوي.))

د احمدخېلو ولسوالي اوسېدونکې شازيه اختري خوښي ښيي چې د نجونو په اړه يو خورا ناوړه دود اوسمهال له منځه تللی او ټينګار کوي چې د ورته نورو ناوړه ټولنيزو حاکمو دودونو له منځه وړو لپاره هم بايد کار وشي.

اختري وايي :((خلکو عامه پوهاوی تر لاسه کړی او پوهېدلي چې جرم فردي عمل دی او په بدل کې يې بايد مېرمن، وړه او بې ګناه خور او لور ورنه کړل شي، نو خوشبختانه دا يو مثبت ټکی دی چې يو ناوړه دود له منځه ولاړ.))

د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکې معصومه وايي، په بدو کې د نجونو په ورکړه پېښه شوې ستونزه نه يواځې حلېده نه، بلکې ځينې مهال به په بدو کې له ورکړل شوې نجلۍ سره د ناوړه چلند له امله د دواړو کورنيو تر منځ نورې ستونزې هم راپورته کېدې.

معصومې پژواک ته وويل چې لوړ ولور، په خپله خوښه د ژوند د شريک د انتخاب نه لرل او ورته ځينې نورې لا هم هغه ټولنيزې ستونزې دي چې د ځوانانو هلکانو او نجونو ژوند يې تريخ کړی دی.

نوموړې زياته کړه:((دې کار ډېر زيات ضرر لاره، خو اوس وخت کې په بدو کې د نجونو ورکول له منځه تللي او دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده. زما په نظر دا د ټولنې د پرمختګ لپاره يو ښه ګام دی.))

د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان خواشيني څرګندوي چې د اسلامي څرګندو احکامو ر شتون سربېره لا هم په ټولنه کې ګڼ ناوړه دودونه د خلکو ژوند ګواښي.

دى ټينګار کوي چې د يوه ناوړه دود د له منځه تلو له دې فرصت څخه په ګټه اخيستو بايد د ورته نورو ټولنيزو ستونزو حل ته هم په ګډه کار وشي.

login or register a new account.