Language

نامسوولو وسله وال په بغلان کې د کوچیانو درې سوه پسونه او دوه کسان بیولي

پلخمري (پژواک، ۱٧ چنګاښ ۹۸): د بغلان کوچيان شکايت کوي چې يو شمېر نامسوول وسله وال د څرځايونو په بدل کې ترې د باج په ډول درې سوه پسونه او دوه کسان بيولي دي.

د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د کوچيانو د نيازي قوم مشر ارباب نېک محمد د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر نا مسوول وسله وال له دوى د څرځايونو په بدل کې باج اخلي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((دلته د وليان درې په پورته برخه کې زموږ څرځايونه دي، يوه اوونۍ وړاندې څو وسله وال راغلل، په زور يې له موږه ٢٢ پسونه واخيستل، کله مو چې ولسوال ته شکايت وکړ، نو بېرته راغلل، کېږدۍ يې راته ړنګې کړې، درې سوه پسونه او دوه کسان يې له ځان سره بيولي او تر اوسه يې درک نشته دى.))

دغه راز د یادې سیمې بل کوچي چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د خنجان په ولیان دره کې د ګل خان په مشرۍ نا مسووله وسله والو له دوى سلګونه پسونه او دوه کسان بيولي دي.

ده وويل: ((ګل خان په وليان دره کې شخصي زندان لري که څوک ورته باج ور نه کړي نو بندي کوي يې او سخته سزا ورکوي.))

همدارنګه بل کوچی حاجی محمد ګل ولي خیل هم ورته ادعا لري او وايي چې دوه کاله وړاندې نا مسووله وسله والو دوه سوه پسونه په زور ترې بيولي دي.

دى وايي چې څو ځلې يې حکومتي مسوولينو ته مراجعه وکړه خو چا ورسره همکاري ونه کړه.

يو شمېر نورو کوچيانو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو بلخوا د خنجان ولسوال صدیق بهین هم له کوچيانو باج اخيستل تاييد کړل او ويې ويل چې د دې ستونزې د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

ده زياته کړه: ((زه دا منم چې په وليانو دره کې له کوچيانو د ټوپک په زور پسونه بيول شوي او ځورول شوي دي.))

بهين وايي چې د ګل خان په نوم کس يې بندي کړى و خو له يوې شپې تېرولو وروسته د ده له اجازې پرته بېرته خوشی شوى دى.

د نوموړي په وينا، د قومي مشرانو په منځګړتوب يې د کوچيانو درې سوه پسونه بېرته ور خوشي کړي خو د دوو کسانو قضيه يې تر اوسه نه ده حل شوې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.