Language

کندوز کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی

کندوز ښار (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٨): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې ځانګړو پوليسو په دغه ولايت کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نيولى دى.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار سيد سرور حسيني د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پوليسو ځانګړو ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر وړاندې عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د داعش وسله والې ډلې د جلب او جذب مسوول امين مشهور پر اغا نيول شوى دى.

د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د ملي امنيت ځواکونو د داعش ډلې څلور کسيزه ډله نيولې وه.

login or register a new account.

Related Topics