Language

​د کندوز دشت ارچي کې یوه زورواکي د یوې کورنۍ غړي وهلي ډبولي

کندوز ښار (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٨): د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د يوې کورنۍ غړي وايي، د يوه زورواکي له لوري وهل شوي او حکومتي چارواکو هم بيا د زورواکي ملاتړ کړى دى.

د دې کورنۍ نارينه او ښځې د چنګاښ په ١٧مه په کندوز ښار کې د پژواک خبري اژانس ولايتي دفتر ته ورغلي وو.

د دغو کسانو له ډلې لطف الله پژواک ته وويل چې د جاوېد په نوم د يوه زورواکي له لوري دوى او ښځې يې وهل شوي او سپکې سپورې هم ورته ويل شوې دي.

هغه زياتوي: ((په موټر کې له ښځو سره يو ځاى تېرېده، د جاوېد کسانو پر موږ اوبه واچولې، ټولې ښځې لندې شوې، کله چې مو پوښتنه وکړه، نو د سپکو سپورو تر ويلو وروسته يې ښه ووهلو.))

نوموړى زياتوي، کله يې چې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان ته مراجعه کړې، نو هغه هم د جاوېد پلوي کړې او دوى يې د څو ساعتونو لپاره بنديان کړي دي.

دغه راز د دې کسانو له ډلې بي بي رامينې پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د قوماندان له لوري هم دوى ته سپکې سپورې ويل شوې دي.

هغې وويل: ((څو چې زموږ د قضيې پوښتنه نه وي شوي، موږ خپلو کورونو ته نه ځو.))

د يادې کورنۍ يو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى قضيه جدي وڅېړي.

د يادو څرګندونو په اړه له جاوېد سره اړيکه ټينګه نه شوه.

خو بل لور ته د دشت ارچي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار نيازمحمد عمرخېل پژواک ته وويل چې د ده په اړه د يادو کسانو څرګندونې حقيقت نه لري.

ده زياته کړه: ((ما ته له هر څه نه قانون مهم دى، ما ته يې مراجعه کړې وه، په يوه سوء تفاهم کې دوه تنه يې موږ درې ساعته کېنولي وو او بيا مو بېرته خوشې کړل.))

قوماندان وويل، که دغه کسان يو ځل بيا ده ته مراجعه وکړي، نو دغه قضيه به يې په بې پرې توګه وڅېړي.

login or register a new account.

Related Topics