Language

بغلان کې پر نشه يي توکو د روږدو ډېروالي له امله کورني حیوانات هم روږدي شوي

پلخمری (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۸): په بغلان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې پر نشه د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله په ځینو سیمو کې کورني حیوانات هم پر نشو روږدي شوي دي.

د دغه ولايت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر فضل الحق اندرابي د چنګاښ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولايت کې شاوخوا ۶۰زره کسان پر نشه یي توکو روږدي دي.

ده زياته کړه: ((د ۲۰۰۹ میلادي کال کې سروې شوې وه، ټول ٥٢زره کسان په نشه روږدي وو، له هغه وروسته بیا سروې نه ده شوې، خو په ولسوالیو کې د نشه یي توکو د کر او په بازارونو کې د روږدو کسانو له ګڼې ګوڼې ښکاري چې دا شمېره له ٦٠زرو هم لوړه شوې ده.))

هغه وايي، په یاد شمېر کې شاوخوا څلور زره يې مېرمنې دي چې په کور دننه د نشه یي توکو د کارونې له امله په ځینو کورونو کې څاروي هم پر نشو اخته شوي دي.

د لطف الله په نوم یو کس چې ځان د تندر قول اردو د توپچي ټولي پخوانی سرتېری معرفي کوي، پژواک ته وويل چې تر څوارلسم پورې يې زده کړې کړي او څلور کاله يې د پکتيا په تندر قول اردو کې د هاوان ويشتونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

دى زياتوي: ((زه په پکتيا کې پر نشو اخته شوم، غواړم دا پرېږدم او بېرته خپله دنده پيل کړم.))

دغه راز نوموړي وويل، د پلخمري په باغ کې د ځوانانو د ډېرو نشه يي توکو د کارولو له امله يو شمېر کورني حيوانات هم په نشو روږدي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((زما تر څنګ دغه دوه کلن پسه ګورې، کله چې موږ نشه کوو، نو دا هم زموږ په منځ کې ساه اخلي، دود کش کوي، کله چې ښه نشه شي، نو بيا ارامه سر کېږدي او ويده شي.))

بلخوا پلخمري کې يو ه ډاکټر، عبدالکبیر احمدزي پژواک ته وويل چې د امريکا د معتادينو مرکز له لوري پر حيواناتو د شوې سروې له مخې حيوانات هم پر نشه يي توکو روږدي کېږي.

ده زياته کړه: ((تېر کال موږ د بغلان د اندراب ولسوالۍ یوې سیمې ته د کوکنارو د کروندې د سروې په موخه تللي وو، هلته مو یو شمېر پر چرسو روږدې غواګانې ولیدې.))

د ډاکټر کبیر په وينا، د اندراب ولسوالۍ اوسېدونکو ورته ويلي وو چې غوایان یې پر چرسو روږدي شوي، که د چرسو بوټي ونه خوري، ستړي او نا ارامه ښکاري.

د يادونې ده، د بغلان تر څنګ په پلازمېنې کابل کې هم ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر مخ پر لوړېدو دى، خو د مخنيوي لپاره يې کوم ځانګړى پلان نه ليدل کېږي.

login or register a new account.