ګردېز ښار (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٨): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال په مرموز ډول وژل شوى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز غږ راډيو د نشراتو مسوول امين الله اميري د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې راډيو خبريال نادر شاه صاحبزاده تېره ورځ ورک شوى و او نن سهار يې د ګردېز اړوند په اريانا پمپ سيمه کې خپل کور ته څېرمه مړى موندل شوى دى.
اميري وايي چې د صاحبزاده کورنۍ کومه شخصي دښمني نه درلوده او نه ورته کوم چا يا ډلې له لوري ګواښ شوى و.
بل لور ته پوليس هم دغه پېښه تاييدوي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم پژواک ته وويل چې نوموړى په چاقوګانو وهل شوى او وروسته يې بيا مړى څاه ته اچول شوى دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ د بررسۍ ډله په سيمه کې ده، په دې اړه مو څېړنې پيل کړې دي، که څه پرمختګ په کې وشو، بيا معلومات درکوم.))
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په خوست کې د يوې خصوصي راډيو کارکوونکى خيرالله خيرخواه هم نامعلومو وسله والو وژلى و.
د يادونې ده، نږدې دوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو هم هغو رسنيو ته ګواښ کړى و چې په خبره يې، د دوى پر ضد د اذهانو اړولو لپاره خپرونې کوي.
login or register a new account.