ګردېز (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٨): د جګړو له امله له کونړ ولايت څخه ګردېز ته د کډه شوو کورنيو غړي وايي، دا مهال په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې بايد مرستې ورسره وشي.
د جګړو له امله د کونړ له چپې درې ولسوالي لسګونه کورنۍ ګردېز ته کډه شوې چې د اوسېدو پر ځای سربېره د خوراکي او غير خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
راکډه شوې کورنۍ په ازاده فضا کې د اوړي تر سره لمر لاندې ژوند کوي او وايي په سيمه کې يې د وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو ترمنځ د سختو نښتو او له دواړو خواوو پر دوی د کېدونکو بريدونو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د دوی له ډلې عزيزالله د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال ۴۴ کورنۍ راکډه شوې او د جګړه ييز حالت له امله ښايي نورې کورڼۍ هم دلته راشي.
نوموړی له دولت او مرستندویو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې هر څه يې پاتې شوي او دلته د ژوند کولو لپاره هېڅ هم نه لري.
دی وايي: ((هلته د طالبانو او داعش جنګونه و، نور مو ژوند نه شوی تېرولای، له هغه ځايه مو دلته پناه راوړې ده، دا زموږ دولت دی او بايد لاس مو ونیسي. تاسو دا ماشومان، غټان او سپين ږيري ګورئ چې ډېر په بد حالت کې دي، سرپناه او د خوراک څه نه لرو.))
د يوې بلې راکډه شوې کورنۍ مشر کشمير خان وايي، وسله والو طالبانو او داعش د يو بل پر وړاندې ور څخه د ملاتړ او په ليکو کې يې د درېدو غوښتنه کوله، نو ځکه دوى ګرديز ته کډه شوي دي.
خان وويل: ((زما يو ورور په پټي کې کار کاوه، له خپلې ښځې سره هلته په مرميو ولګېدل او شهيدان شول، دوه يتیمان يې دلته له ما سره دي. دلته چې دا هر څوک راغلي، په دې ټولو همداسې حالات تېر شوي او له ډېرې سختې راغلي دي.))
دغه راز مطيع الله هم په چپه دره کې د خلکو د سخت ژوند کيسې کوي او وايي د ډېری کورنيو غړي په جګړو کې وژل شوي او ځيني خلک ان له جګړو د راوتلو توان هم نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((داعش وسله وال به چې راغلل، ويل به يې چې يا زموږ ملاتړ وکړئ، يا ډوډۍ راکړئ؛ بيا به طالبان راغلل چې موږ سره ودرېږئ، موږ يې ډېر په تنګ کړو. جلال اباد ته راغلو، هلته ډېره زياته ګرمي وه، ماشومان مو ټول مريضان شول. کرايه مو نه لرله، بيا مو چنده وکړه او دلته مو ځانونه را ورسول.))
د راکډه شوو ماشومانو له ډلې صادق وايي چې د جګړې له امله ترې ښوونځی په اتم ټولګي کې پاتې شوی او د نا امنيو له امله هېڅوک ښوونځيو ته نه شي تللی.
ده وويل: ((مکتبونه رانه پاتې شول، لوڅ، لغړ راووتو، کورونه هر څه رانه پاتې شو، هېڅ شی نه لرو، د ماښام ډوډۍ ته حيران يو. خوراکي شيان نه وو، جنګ و، د خلکو کورونه يې وسوځول. که موږ سره کومک ونه شي، ځانونه به مړه کړو، نور خو هېڅ لاره نه لرو.))
login or register a new account.