پلخمری(پژواک،۲۳چنګاښ ۹۸): د بغلان ولایت په فرينګ ولسوالۍ کې د پولیسو پر هاموي ټانګ د ماين چاودنه شوې چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د فرینګ ولسوال عبدالولي حمیدي د چنګاښ په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ يو شمېر پوليس تېره ورځ ناوخته د ګذرګاه نور ولسوالۍ ته تللي و چې د بېرته راتګ پرمهال د فرينګ او ګذرګاه نور ولسواليو ترمنځ د طالبانو له کمين سره مخ شوي دي.
هغه وايي چې په همدغه سيمه کې د پوليسو هاموې ټانګ د سړک پر غاړه پر يوه ځاى پرځاى شوي ماين برابر شوى دى.
دى زياتوي چې په دغه پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
بل لورته د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت هم د پېښې په تايید وايي چې په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره تر جګړې وروسته بېرته د راتګ پرمهال د پولیسو پر ټانګ چاودنه شوې ده.
دى هم وايي چې په دغه پېښه کې اووه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدارنګه د ګذرګاه نور ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالفتاح پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په جراب سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه روانه ده.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره ورځ ناوخته د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر کاروان بريد کړى دى.
مجاهد زياتوي چې په دغه پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه پوليس طالبانو ژوندي نيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP