Language

بلخ  کې  يو قاتل او دوه غله په بند محکوم شول

مزار شريف ( پژواک، ۲۵چنګاښ، ۹۸)  د بلخ ولايت د مزار شريف استيناف محکمې په يوه علني غونډه کې يو قاتل او دوه غله په دېرش او لسو لسو کلونو بند محکوم کړل.

د بلخ د استيناف محکمې مشر محمد شريف فاني  د چنګاښ په ٢٥مه، د يوې علني محکمې له لارې  لعل محمد چې د محمد عيسی زوی  دی  د حامد د قتل په تور په دېرشو کالوبند محکوم کړ.

لعل محمد نومي د روان کال  د غبرګولي مياشتې په ۲۱ مه په دهدادي ولسوالۍ کې  حامد چې د باز محمد زوی دی په بې رحمانه ‌ډول وژلی و.

د حامد کورني وايي چې قاتل  له دوى څخه  د حامد د خوشې کېدو په بدل کې پنځه سوه زره افغانۍ غوښتې چې بيا يې هم له دې سره سره په بې رحمانه ډول وواژه.

د محکمې مشر همدا راز زياته کړه چې  رحمت الله او محمد کريم د وسله والې غلا په تور نيول شوي چې اوس مهال د محکمې د حکم پر اساس په لسو لسو کلونو بند محکوم شول.

د قضايي هيئت مشر دا هم وويل چې مجرمين د استيناف غوښتنې حق لري.

login or register a new account.

Related Topics