Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د بلخ په وروستيو جګړو کې عام خلک زيانمن شوي”

مزارشريف ( پژواک، ٢٦ چنګاښ ۹۸) : د بلخ د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د روانو جګړو له امله ډېر مالي او ځاني زيانونه ور اوښتي دي.

د چمتال، چهاربولک، دولت اباد او بلخ ولسواليو ځينې کلي هغه سيمې دي چې وروستيو ورځو کې په کې سختې جګړې تېرې شوې دي.

سره له دې چې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د درنو تلفاتو اوښتو ادعا کوي؛ خو عام خلک وايي چې روانې جګړې ډېره قرباني له دوی څخه اخلي.

په يادو سيمو کې د جګړو له امله ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړ شوې دي.

پژواک د همدې راپور د برابرو پر مهال داسې کورنۍ هم وموندله، چې تېره اوونۍ يې پنځو غړو ته په يو هوايي بريد کې تلفات اوښتي دي.

عصمت الله د همدې کورنۍ غړی دی، چې اوس د بلخ په ملکي روغتون کې د خپل ټپي شوي کاکا پر درملنه بوخت دى.

هغه وايي، د تېرې پنجشنبې په ماښام د چهاربولک ولسوالۍ په يلمان کلي کې يې د يو هوايي بريد پر مهال درې خپلوان ووژل شول او د ده د يوه تره په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.

ده زياته کړه، په هوايي بريد کې وژل شوي کسان يو پلار او دوه يې ځوان زامن وو.

نوموړي وويل: (( مازيګر وو، يوه ډله طالبان د طيارو له خوا تعقيب شوي وو، طالبانو د کلي منځ کې پر سړک خپل موټر سايکلونه پرېښي او زموږ پر کور ننوتي وو، همدې حالت کې زموږ د کورنۍ غړي بېرون راوتلي وو، چې وګوري څه کيسه ده، طالبان کور کې دننه وو؛ خو د کورنۍ نارينه بېرون پر سړک ولاړ وو، له طيارو څخه پر همدې خلکو بريد وشو چې په پايله کې يې دغه تلفات واوښتل)).

عصمت الله اوس له حکومت او افغان ځواکونو څخه هيله کوي، چې د جګړې او عملياتو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته ډېر پام وکړي.

د نوموړي په خبره، وسله وال طالبان هم بايد د جنګ پر مهال داسې تاکتيکونه ونه کاروي چې زيان يې بې ګناه ملکي وګړو ته رسېږي.

پنځوس کلنه ګل بي بي هم د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې له روانو جګړو څخه سر ټکوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.