کندوز (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٨): په شېرخان بندر کې د تاجکستان هېواد د لويو موټرو چلوونکي وايي چې په خپل هېواد کې له ٢٣ ټنو د ډېرو مالونو د بارولو اجازه نه لري خو په افغانستان کې بيا په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه شته.
بل لورته د کندوز اوسېدونکي وايي چې د همدې ستونزې له امله د کندوز-تاجکستان ترمنځ سړک ډېرې برخې هم تخريب شوې دي.
په شېرخان بندر کې د تاجکستان د ټېلر موټر يوه چلوونکي امرالدين د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تاجکستان له پلازمېنې دوشنبې څخه افغانستان ته سمنټ راوړي.
هغه وايي: ((د تاجکستان په خاوره کې موږ ته اجازه نه راکول کيږي چې له ٢٣ ټنو ډېر سمنټ بار کړو، خو په افغانستان کې بيا تر ګمرګ کېدو وروسته د دوه موټرو بار په يوه کې باروو.))
د نوموړي په وينا، د افغانستان په خاوره کې تر اوسه چا ورته نه دي ويلي چې ولې يې په دومره لوړه کچه توکي په يوه موټر کې بار کړي دي.
همدارنګه يو بل تاجکي موټر چلوونکي حسين هم پژواک ته وويل چې په افغانستان کې په موټر کې د توکو د بارولو په برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه لري.
دى وايي: ((دا موږ ته ډېره ښه ده چې د دوو موټرو بار په يوه کې بار کړو، ځکه موږ ته ارزانه تماميږي او دلته کوم مشکل هم نه شته دى.))
بل لورته يو تن افغان موټر چلوونکي غلام پژواک ته وويل: ((موږ چې کله د شېرخان بندر ګمرګ ته ورسېږو، هلته بيا د تاجکستان موټر چلوونکي زموږ د يو موټر بار په خپلو دوه موټرو کې باروي او بيا خپل هېواد ته حرکت کوي.))
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې د همدې ډېر بار لروونکو موټرو د تګ راتګ له امله د کندوز-شېرخان بندر سړک ډېر ويجاړ شوى دى.
هغه تور پورې کړ چې ځينې حکومتي مسوولين له دغو موټر چلوونکو څخه پيسې اخلي، نو ځکه يې مخنيوى هم نه کيږي.
په دې اړه د کندوز د فوايد عامې رييس محمد زاهد زيارمل پژواک ته وويل چې د ګمرک مسوولين بايد موټرو ته اجازه ورنه کړي چې له ټاکل شوې اندازې څخه ډېر توکي په کې بار کړي.
ده وويل: ((په بندر کې زموږ ترازو مشکل لري، يواځې د ګمرک ترازو کار کوي، نو دغو موټرو ته بايد اجازه ور نه کړي چې ډېر مال بار کړي.))
login or register a new account.