غزني ښار (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٨):د غزني ګڼ شمېر کوچيانو د ولسي جرګې پر غړي ننګيالي لونګ تور پورې کړ چې د دوى زرګونه زره جريبه ځمکه يې غصب کړې ده، خو لونګ بيا دغه ادعا په کلکه ردوي.
د يادې موضوع په غبرګون کې د غزني ښار د قلعه جوز، خشک او سنجتک سيمو لسګونو اوسېدونکو نن لاريون وکړ.
د کوچيانو په استازيتوب غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې غړي ننګيالي لونګ او پلار يې د دوى زرګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ د دې ځمکو شرعي قبالې لرو، خو لونګ او پلار يې زموږ ځمکې پر نورو خلکو خرڅوي.))
دى وايي، په دې اړه يې څو ځلې اړوندو ارګانونو ته شکايتونه کړي، خو دا چې لونګ زور لري، نو حکومت هم څه نه ورته وايي.
دغه راز يوه بل لاريون کوونکي او د لونګ د تره زوى ظاهر خان کوچي هم پژواک ته وويل چې لونګ او پلار يې د دوى زرګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.
هغه وايي: ((د دغې ځمکې يوه برخه زموږ او د لونګ دوى شريکه ده، خو لونګ د نورو خلکو ځمکې هم لاندې کړې دي او اوس يې پر نورو خلکو خرڅوي.))
ظاهرخان کوچي تور پور کړ چې لونګ په محکمه کې پيسې ورکړي او د خلکو ځمکې يې د ځان په نوم کړې دي.
يو شمېر نورو کوچيانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر د دوى ځمکې د لونګ له منګولو خلاصې کړي.
خو بل لور ته په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ننګيالي لونګ پژواک ته وويل چې دغه ځمکې د ده شخصي دي او قباله يې لري.
د نوموړي په وينا، د هيچا ځمکه يې نه ده غصب کړې او په دې برخه کې هر ډول څرګندونې بېځايه دي.
هغه وايي: ((دا زما پر وړاندې دسيسه ده، زما يو تربور هم ټاکنو ته ولاړ و چې اوس مې ماته ورکړې، نو دغه شان دسيسې راته جوړوي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP