کابل (پژواک،٣٠ چنګاښ ۹۸): مشرانو جرګې د حکومت او ولسي جرګې په غوښتنه د نیمايي کال د بودیجې د تایید لپاره چې د ټاکنو ۹۰ میلیون امریکايي ډالره بودیجه هم په کې شامله ده د زمري تر لسمې نېټې د دوبي رخصتي نه پیلوي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د ولسي جرګې اداري پلاوي له مشرانو جرګې غوښتي چې د دوبي رخصتي تر ټاکلي وخت ۱۵ ورځې وروسته پیل کړي، څو په دې موده کې د نیمايي کال بودیجه چې د ټاکنو بودیجه هم په کې شامله ده تایید شي.
هغه وویل، د نیمايي کال بودیجه ملي شورا ته راغلې او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ۹۰ میلیون امریکايي ډالره بودیجه هم په کې شامله ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه ۱۴۹ میلیون امریکايي ډالره کېږي چې ۹۰ میلیون ډالره افغان حکومت او پاتې نوره د مرستندویو هېوادونو له خوا ورکول کېږي.
مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د رایو په اتفاق پرېکړه وکړه چې د زمري تر لسمې نېټې به د دوبي رخصتۍ نه پیلوي.
د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۷ مې مادې له مخې، ملي شورا هر کال دوه عادي ناستې جوړوي او د شورا د دوو ناستو موده په هر کال کې نهه میاشتې ده. د یادې مادې په اساس ټاکل شوې وه چې ملي شورا د زمري په لومړۍ نېټه ددې جرګې د دوبي یو نیم میاشتنۍ رخصتي پیل کړي.
د بودیجې طرحه د مشرانو جرګې له تصویب وروسته ولسي جرګې ته ځي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره هم خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټينګه نه شوه، خو د ولسي جرګې نایب منشي هم څو ورځې مخکې ویلي و، ددې جرګې غړي علاقه لري چې رخصتۍ وځنډېږي ځکه د نیمايي کال له بودیجې سربېره له ۱۳۰ ډېر تقنیني سندونه برخلیک ټاکنې ته اړتیا لري.
هغه ویلي و چې ښايي ولسي جرګه په بشپړ ډول د دوبي له رخصتیو استفاده ونه کړي او د چارو د پرمخ وړلو لپاره د رخصتیو موده کمه کړي.
login or register a new account.