Language

غزني کې د کوچيانو لېسې ٤٥ زده کوونکي مسموم شوي

غزني ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٨): د غزني د کوچيانو لېسې ٤٥ زده کوونکي د باروتو د دود او بوي له امله مسموم شوي دي.

د يادې لېسې امر محمد داوود کوچي د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د دې لېسې ٤٥ زده کوونکي مسموم شوي دي.

هغه وايي: ((په دې سيمه کې هره شپه د حکومت او طالبانو ترمنځ جنګ وي، دغه زده کوونکي د باروتو د دود او بوى له امله مسموم شوي دي.))

د نوموړي په وينا، ډېرو زده کوونکو شوک ليدلى او د بې هوښۍ حالت ته تللي وو.

دغه راز د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې د کوچيانو له لېسې څخه ١٩ زده کوونکي په ناروغ حالت کې دوى ته انتقال شوي دي.

هغه وويل: (( دې زده کوونکو ته روانې ستونزې پيدا شوې وې، مو کوښښ وکړ چې مشکل يې حل کړو.))

د همت په وينا، د يادو زده کوونکو له ډلې څخه ١٦ يې دوى رخصت کړي يواځې درې تنه يې پاتې دي چې تر درملنې وروسته به رخصت شي.

د يادونې ده چې د کوچيانو لېسه د غزني ښار په ګنج سيمه کې پرته ده چې ډېرى وخت په دغه سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړې وې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.