Language

ولسي جرګه: د امریکا کانګرس دې د ټرمپ د نامسووله څرګندونو مخه ونیسي

کابل (پژواک، ۲ زمری ۹۸): ولسي جرګې د افغانستان په تړاو د ټرمپ وروستۍ څرګندونې غندلې او د دغه هېواد له کانګرسه یې غوښتي چې اجازه دې نه ورکوي څو ټرمپ په دې ډول څرګندونو د دواړو هېوادونو د همکارۍ روحیې ته زیان ورسوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره له لیدنې وروسته د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې د جګړې له لارې د جګړې ګټلو د پایلو په اړه ویلي: ((که موږ وغواړو په افغانستان کې داسې جګړه وکړو چې بریالي شو، ویلای شم چې په یوه اوونۍ کې بریالي کېږو. زه نه غواړم ميلیونونه کسان ووژل شي. زه د افغانستان لپاره پلانونه لرم، که وغواړم په دې جګړه کې بریالی شم، افغانستان به د ځکمې له نقشې پاک او محوه شي، هغه هم په دوو ورځو کې، زه نه غواړم دغه کار ترسره کړم او نه غواړم په دې لار ولاړ شم.))

د ټرمپ د یادو څرګندونو په اړه افغان حکومت، مشرانو جرګې او د افغانستان خلکو غبرګونونه وښودل او افغان حکومت له واشنګټن څخه غوښتي چې په دې اړه دې سپیناوی وشي.

د ټرمپ دغو څرګندونو په ولسي جرګه کې د خلکو استازي غوسه کړي او د یوې خبرپاڼې په خپرولو یې د ټرمپ څرګندونې غندلې او هغه یې غیر ډیپلوماتیکې او د ستراتیژیکو همکاریو له روحیې سره په ټکر کې بللې دي.

ولسي جرګې د امریکا له ګانګرسه غوښتي چې د ټرمپ د دې ډول نامسوولانه څرګندونو مخه ونیسي څو د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر روحیه منفي اغېز ونه کړي.

د ولسي جرګې لومړي نایب امیر خان یار چې د دې جرګې د نننۍ ناستې مشري یې کوله وویل، د ټرمپ څرګندونې د دې شخصي خبرې دي او د امریکا له خلکو سره اړیکه لري.

هغه زیاته کړه: ((کله چې افغانستان د ځمکې په کره کې و، امریکا نه وه کشف شوې، نړۍ د ټرمپ د سوداګرۍ سیمه نه ده چې سوداګري وکړي، نړۍ قانون او اصول لري.))

یار وویل: ((له لوی الله ج څخه پرته بل هېڅوک د له منځه وړو او محوه کولو توان نه لري، که څوک وغواړي او د الله ج خوښه نه وي، هغه کار نه شي ترسره کېدلای.))

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې لرلې.

login or register a new account.