کندوز (پژواک، ٣ زمرى ٩٨): چارواکي وايي چې په کندوز کې د کاسا زر پروژې د چارو پیلېدو ته ۹۰ سلنه معیارونه چمتو شوي دي.
دغه څرګندونې نن (د زمري ٣مه) په کندوز کې د کاسا زر پروژې د چاپېریال او ټولنیزو اغېزو د ارزونې راپور ورکولو تر نامه لاندې مشورتي ناسته کې وشوې.
په دې ناسته کې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي، د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسوولینو او په یاد ولایت کې د یادې پروژې د همغږي کوونکې ډلې غړو ګډون درلود.
په کندوز کې د کاسا زر پروژې د همغږي کوونکې ډلې یوه غړي اسدالله سالارزي چې د دې پروژې د لګښت، ټولنیز ارزښت، څرنګوالي، د پلي کېدو سیمې او اقتصادي ګټو په اړه معلومات ورکول، وویل، د دې پروژې په پلې کېدو سره به خلکو ته ښه کاري زمینه برابرې شي، اقتصادي ستونزې به یې په پروژه کې د کار کولو د عاید له لارې حل شي.
یادو مسوولینو زیاته کړه چې له دې پروژې هم ترانزیټي او هم د اړتیا په صورت کې د برېښنا لپاره ګټه پورته کولی شي.
په ورته مهال د کندوز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزي د دې پروژې د امنیت لپاره ژمنه وکړه چې که اړتیا وه نو حتی په خپله به یې د یوه سرتېري په توګه ساتنه کوي؛ ځکه د هغه په خبره، دا ډېره مهمه پروژه ده.
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په دغه ولایت کې د دې پروژې د پلې کولو لپاره د چمتووالي یادونه وکړه او دا پروژه یې افغان ولس ته ډېره ګټوره وبلله.
ده زياته کړه، افغانستان به له دغه درکه هر کال ۵۰ میلیونه امریکايي ډالر د مالیې په توګه ترلاسه کوي.
د کندوز والي وویل، د سیمې هېوادونه چې په کې دا پروژه پلې کېږي، له افغانستان سره به د اقتصادي ګټو پر بنسټ ونښلول شي چې په خبره یې، په دې سره به په هېواد او سیمه کې امنیت هم ټینګ شي.
نعیمي د پروژې له همغږي کوونکې ډلې وغوښتل چېد د دې پروژې لپاره باید وړ او مسلکي کسان وګومارل شي، ځکه دوی به خلکو ته ښه پوهاوی او قناعت ورکړي.
والي ټولو اړوندو سیمه ییزو دولتي مسوولینو ته لار ښوونه وکړه چې د پروژې پلې کولو لپاره باید په صادقانه توګه کار او همکاري وکړي.
د کندوز والي هیله څرګنده کړه چې د کاسا زر پروژې د کار پیل به له کندوزه وشي؛ ځکه دلته ورته ټول چمتووالی نیول شوی او ۹۰ سلنه معیارونه ورته برابر شوي دي.
login or register a new account.