Language

د خوست هوایي ډګر لپاره د هیواد په کچه تر ټولو لوی ترمینل جوړیږي

خوست ښار (پژواک، ۴ زمری ۹۸): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د خوست ملکي هوايي ډګر لپاره د هېواد په کچه تر ټولو لوی ترمينل جوړيږي.

ددغې ادارې عمومي رئيس محمد قاسم فيض زاده وايي، چې د خوست ملکي هوايي ډګر لپاره جوړېدونکی ترمينل د هېواد په کچه تر ټولو لوی ترمينل دی او پلان لري چې دغه هوايي ډګر د اقتصادي همکارۍ په سازمان کې هم شامل کړي.

نوموړي چې خوست ته د يوه ورځني سفر په ترڅ کې يې په ياد هوايي ډګر کې ولسي غونډې ته خبرې کولې، وويل چې پر دغه ترمينل ۹۹۱ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په يو کال کې به يې چارې بشپړې شي.

له هغه سره په دې سفر کې د کليو پراختيا او بيارغونې، د تراسپورت، او فوايد عامې وزيرانو او ولايتي حکومتي چارواکو هم ملتيا کوله.

د ملکي هوايي چلند رئيس غونډې ته وويل غواړي دغه هوايي ډګر د ايکو يا د اقتصادي همکارۍ  په سازمان کې هم شامل کړي، چې د سوداګرۍ په پراختيا کې به ډېره مرسته وکړي.

د خوست ملکي هوايي ډګر جوړيدل ددغه ولايت د اوسېدونکو له اساسي غوښتنو څخه ګڼل کيږي.

ددې هوايي ډګر رنوې څه موده مخکې جوړه شوې، خو د هوا پېژندنې او د اور وژنې ادارو ودانۍ يې د ۷۳ ميليونو افغانيو جوړې او نن پرانستل شوې.

د ترانسپورت وزير يما ياري بيا يادو مراسمو ته وويل، چې د هوايي ډګر د حلقوي سړک د جوړېدو ترڅنګ ځينې نورې اسانتياوې هم په نظر کې نيول شوي، چې په نږدې راتلونکې به يې عملي چارې پيل شي.

دا مهال افغانستان له څلورو هوايي ډګرونو، کابل، کندهار، هرات او مزارشريف څخه نړيوال پروازونه لري، خو د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئيس وايي، چې د خوست ملکي هوايي ډګر به د هېواد پنځم نړيوال هېواد ډګر وي.

په همدې حالکې د کليو پراختيا او بيارغونې وزير مجيب الرحمان کريمي د خپل پلاوي او ولايتي چارواکو په ملتياد خوست ښار د ځينو هغو سړکونو او پلونو پرانستنه وکړه، چې د جوړېدو چارې يې بشپړې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics