غزني ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٨): د غزني چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د وسله والو کسانو له خوا يو قومي مشر ووژل شو او د ملي راډيو تلوېزيون کامره مين ټپي شو.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د غزني ښار د لومړۍ حوزې له برېښنا رياست سره نن ماسپښين شوې ده.
ده زياته کړه، وسله والو کسانو د بې غږه تومانچې په وسيله قومي مشر معلم رازق وژلى او ورسره ناست د غزني د ملي راډيو تلوېزيون کامره مين احمدشاه احمدي ټپي شوى دى.
د يادولو ده چې معلم رازق د غزني ولسي جرګې ته احتمالې نوماند هم و.
د هغه په وينا، تر پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي دي.
په دې وروستيو کې په غزني ښار کې ورته پېښې زيات شوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP