کندهار (پژواک، ۴ زمری ۹۸): د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې شوي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لسګونو وسله والو د ښورابک او رېګستان ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه وکړل چې تر سهاره روان وو او د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې د هوايي ځواک په مرسته وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي، په دې جګړه کې ۶۱ وسله وال وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپيان شوي دي.
دغه راز ده وویل چې په جګړه کې ۳ پولیس هم وژل شوي او ۵ تنه ټپيان شوي دي.
امنیه قوماندان ادعا کوي چې له جګړې وروسته د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا ګومارل شوي کاماز موټرونه ډیورنډ کرښې ته څېرمه راغلي او د وسله والو مړي یې لېږدولي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې شوي دي.
د دغې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د دغې ولسوالۍ په یزیدانو کلي کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۴ ټپيان شوي، دغه راز ۴ تنه پولیس هم وژل شوي دي.
بل خوا د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د حاجیانو په کلا کې بیا وسله والو د پولیسو پر ګزمه برید کړی، یو پولیس یې وژلی او وروسته تښتېدلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP