Language

خوست ښار کې چاودنې ٢ تنه ووژل او ١٧ ټپيان کړل

خوست ښار (پژواک ٥ زمرى ٩٨): د خوست مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز کې د موټر سايکل ماين چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.

دغه پېښه نن مازديګر پنځه بجې او دېرش دقيقې د خوست ښار سوېلي څنډه کې فيض محمد خان واټ ته څېرمه شوې ده.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي او ۱۲ کسان نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، چاودنه د افغان ځانګړو ځواکونو پر کاروان شوې چې په وينا يې هغوی ته په کې کوم زيان نه دی اوښتی.

بل خوا د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته چې تراوسه د خوست ملکي روغتون او د ښار شخصي روغتونونو ته ۱۷ ټپيان او دوه جسدونه ور وړل شوي.

د پېښې مسووليت تردې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.