Language

د غزني په اب بند ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار (پژواک، ٥ زمری ٩٨): نن سهار د غزني د اب بند ولسوالۍ پر مقام موټربم ځانمرګی بريد شوی چې په کې ١٥  سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد سهار نږدې څلور نیمې بجې د ولسوالۍ په قراول کې د يو هاموې موټربم په وسيله شوى دی.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، د چاودنې له امله د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانيو ته هم ﺯيان اوښتى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه موتربم برید کې يې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، څه موده مخکې هم د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم بريد شوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.