Language

ولسي جرګې د حکومت له خوا د ځینو ادارو پر جوړېدو او ادغام نیوکه وکړه

کابل (پژواک ۷ زمری ۹۸): د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون حکومت د بودیجوي واحدونو د ادغام او جوړېدو په برخه کې د اساسي قانون په نقض تورن کړی او دې جرګې ته یې د دولت د اساسي جوړښتونو د قانون د تعدیل د طرحه د رالېږلو غوښتنه وکړه.

د اساسي قانون په ۷۹مه ماده کې راغلي: ((حکومت کولای شي د ولسي جرګې د رخصتیو پر مهال د بېړنۍ اړتیا په صورت کې د بودیجې او مالي چارو په استثنی تقنیني فرمانونه جوړ کړي. تقنیني فرمانونه د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون حکم لري. تقنیني فرمانونه باید د ملي شورا تر لومړۍ ناستې وروسته تر ۳۰ ورځو هغه ته وړاندې کړي او که د ملي شورا له خوا رد شي، اعتبار له لاسه ورکوي.))

خو حکومت په دې وروستیو کې په داسې حال کې ځينې ادارې د تقنیني فرمانونو له مخې جوړې یا مدغم کړې چې ملي شورا په رخصتۍ کې نه وه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت یې جوړ کړل او د ټولګټو وزارت، د ملکي هوانوردۍ اداره، ترافیکو ریاست، د وسپنۍ پټلۍ او ترانسپورټ وزارت مدغم او د ترانسپورټ وزارت په نوم یې نوې اداره جوړه کړې ده.

دغه راز د فرمانونو په اساس، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له عامې روغتیا، د ځمکو اداره له ښارجوړونې وزارت سره هم مدغمه شوې ده.

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون رییس شریفي بلخابي چې د دې جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې پر اساس یې د بودیجوي واحدونو جوړېدل او ادغا څېړلي په نننۍ ناسته کې وویل، د اداري واحدونو جوړېدل او ادغام د ملي شورا د صلاحیتونو یوه برخه ده.

هغه زیاته کړه، د اساسي قانون له مخې، حکومت یواځې د خپلواکو کمېسیونونو د جوړېدو واک لري.

هغه زیاته کړه: ((د حکومت له خوا د بودیجوي واحدونو جوړېدل او ادغام د اساسي قانون خلاف دی.))

بلخابي وویل، د بودیجوي واحدونو د جوړېدو او ادغام په اړه تقنیني فرمانونه د دې جرګې ټولو دایمي کمېسیونونو ته لېږل شوي او ځینې کمېسیونونه هم د کمېسیون له نظر سره موافق دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقیوم سجادي وویل: ((د تقنیني فرمانونو پر ځای ښه دا وه چې حکومت د دولتي اساسي جوړښتونو د تعدیل طرحه لېږلې وای، څو ملي شورا ارزولې وای چې په څومره کچه د ادارو جوړېدل او ادغام اړین دی.))

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل له حکومته وغوښتل چې د دولت د اساسي جوړښتونو د قانون د تعدیل طرحه دې جرګې ته ولېږي چې یاده جرګه یې په اړه تصمیم ونیسي.

هغې زیاته کړه: ((باید جدي څېړنه وشي چې نوې جوړې شوې ادارې د خلکو په درد خوري او که نه.))

login or register a new account.