کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د مالیې وزارت د یو شمېر پروژو پیسې کمې کړې او هغه یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لګښت ته ځانګړې کړې دي خو مالیې وزارت دغه څرګندونې ردوي.
افغان حکومت تېره اوونۍ د نیمايي کال بودیجې طرحه چې د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه هم په کې شامله ده ملي شورا ته د تصویب لپاره لېږلې ده.
ددې طرحې په تړاو په ولسي جرګه کې خبرې شوې دي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهید فرید ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، ولسي جرګه باید د نیمايي کابل بودیجه تصویب نه کړي.
هغې زیاته کړه: ((حکومت د ښوونځيو جوړېدو، درسي کتابونو د چاپ او ښوونکو د معاشونو پروژې کمې کړې او هغه یې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ځانګړې کړې دي، د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې وزارت د ډېری پروژو پیسې د ټاکنو لپاره ځانګړې شوې دي.))
په دې جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي وویل، د نیمايي کال په بودیجه کې له سلو د ډېرو عام المنفعه پروژو پیسې د ټاکنو ترسره کېدو ته ځانګړې شوې دي.
د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح هم وویل، حکومت ۱۵۴ پروژې چې د ۱۳۹۸ مالي کال په بودیجه کې ځای پر ځای شوې وې له دغه سند څخه کمې کړې او پیسې یې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ځانګړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، دا په داسې حال کې ده چې هېڅوک له یوه کوډ څخه بل ته د پیسو د لېږد او کمولو حق نه لري.
نوموړي د مالیې وزارت دغه اقدام د بودیجې د اصولنامې خلاف وباله او ویې ویل، د حکومت په ګډون هېڅ بنسټ د پرمختیايي پروژو د پیسو د تعدیل واک نه لري.
ددې جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود او ویې ویل، د نیمايي کال بودیجه باید په جدي ډول وڅېړل شي.
د هرات د خلکو استازي قاضي نذیراحمد حنفي وویل: ((که موږ د بودیجې سند تصویب کړو او د حکومت پر ناقانونه کړنو سترګې پټې کړو زموږ لپاره به شرم وي.))
ددغې شورا د مالي کمېسیون او بودیجې رییس عظیم محسني وویل، دغه کمېسیون د نیمايي کال په ځانګړې توګه ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو د بودیجې د اروزنې طرحه په دقت سره څېړي.
login or register a new account.