کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۸): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې نږدې دېرش افغانان له ناڅرګند ادرس څخه ګومارل شوي او د محدوديتونو په رامنځ ته کولو، په کابل کې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره يې د پيسو اخيستو ته لار هواره کړې ده.
د مشرانو جرګې ځينو غړو وویل چې افغانان د پاکستان ویزې ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او څوک چې پيسې ورکړي په لږ موده کې ويزه ترلاسه کوي؛ خو څوک چې پيسې ور نه کړي په ورځو ورځو وېزه نه شي ترلاسه کولی.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال ادريس زمان چې نن د مشرانوجرګې غونډې ته ورغوښتل شوی و، وویل چې د پاکستان وېزې زيات شمېرغوښتونکي په کابل کې د پاکستان سفارت او په جلال آباد کې د قونسلگري پر وړاندې د ګڼې ګوڼې لامل شوي دي.
د نوموړي په خبره، نږدې ديرش افغانان له ناڅرګند ادرس څخه ګومارل شوي او د محدوديتونو په وضع کولو یې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره پيسو اخيستو ته لارهواره کړې ده.
خو نوموړي زیاته کړه چې تېره ورځ یې په دې تړاو له امنیتي مسوولينو او په کابل کې له پاکستان سفارت سره خبري کړي دي، تر یوې اوونۍ به دا ستونزه مديریت شي.
د هغه په خبره، امنيتي چارواکو ژمنه کړې څو د دې ستونزې هوارولو لپاره لاس په کار شي او د مافیا مخنیوی وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((پاکستان په دې برخه کې دوه ستونزې لري چې يوه یې سياسي ستونزه ده، چې د وېزې له ورکړې سياسي ګټه اخلي؛ يعنې تل موږ تر فشارلاندې واوسو او پاکستان خپل ارزښت موږ ته وښيي او دويمه موضوع مالي ده.))
نوموړي وويل په کابل کې د پاکستان سفارت له مسوولينو سره خبرې شوي دي او دا سفارت په پام کې لري څو په کابل او ننګرهار کې قونسلي برخه کې زیاتې غرفې رامنځ ته کړي.
خو هغه زياته کړه چې دا پروګرام دوه کاله وخت اخلي او له بل پلوه په داسې حال کې پيسو ته اړتیا لري چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې یو سړی د پاکستان قونسلګرۍ پر وړاندې د ګڼې ګوڼې له امله ساه ورکړه.
د يادونې ده چې د پاکستان سفارت زمري په شپږمه اعلان کړی و چې د دې هېواد ویزه عادي افغانانو ته نه، بلکې یوازې ناروغانو، محصلينو او سوداګرو ته ورکول کېږي.
یاد سفارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې دا کار یې له دې امله کړی چې له سفارت څخه بهر، زورواکي او د بانډونو غړي د ویزې په بدل کې له خلکو پيسې اخلي.
login or register a new account.