Language

د ١٨ کلونو لاسته راوړنو ساتلو لپاره بايد ټاکنې ترسره شي

پلخمری (پژواک، ۹ زمری ۹۸): په بغلان ولايت کې د يوې غونډې ګډونوالو د ١٨ کلونو لاسته راوړنو ساتلو لپاره د ولسمشريزو ټاکنو پر ترسره کولو ټينګار وکړ.

دا غونډه چې نن (د زمري ٩مه) په پلخمري ښار کې د راتلونکو ټاکنو او سولې د ارزښت په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په موخه جوړه شوې وه، په کې ځايي چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د بغلان والي احمد فريد بسيم  وويل، تل پاتې سولې ته رسېدل  وخت ته اړتیا لري او هغه سوله چې افغانان يې غواړي ژر نه راځي، مخکې له دې غوره ده چې ټاکنې ترسره شي.

هغه زياته کړه، د افغانانو د کلونو قربانیو ته په کتو ټاکنې لازمي دي چې د شته نظام ټولې لاسته راوړنې خوندي کړي.

دى وايي: ((سوله هم شرط ده، خو دا چې موږ ژر تل پاتې سولې ته نه شو رسېدلای او هغه تحميلي سوله چې شته لاسته راوړنې له منځه وړي، غوره دا ده چې د نظام د بقا په خاطر ټاکنې ترسره کړو.))

قومي مشر سيد کمال وردګ ووويل،  خلک هغه تل پاتې سوله غواړي چې نظام په کې پیاوړی پاتې شي نه هغه سوله چې  د پرديو پر خوښه يواځې د نظام د کمزورتیا په موخه لکه د څلوېښت کلن جنګ په څېر تپل کېږي.

د هغه په وينا، هېواد له ترينګلي حالت سره مخ دى، سياسي ډلې يې بل لور ته روان کړى دى.

مدني فعال استاد سيد علي فاضل هم  وویل، هغه سوله چې د افغانانو په خوښه او د جمهوري نظام  د قوت لپاره راځي هرکلی يې کوي، خو هغه سوله چې ۱۸ کلنې قربانۍ  پر اوبو لاهو کوي، په کار دا ده چې په هر ډول وي د شته کمزوري نظام د ساتلو لپاره لاس په کار شي.

په بغلان کې د ټاکنو د ارزښت په اړه دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې نن د کمپاین د پيل په څلورمه ورځ  ده، خو تر اوسه په دغه ولايت کې کوم نوماند کمپايني غونډه نه ده کړې.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.