کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۸): ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ټاکنو د بودیجې د تمویلوونکو سرچینو د نه څرګندوالي، دوو نورو بنسټونو ته د اوپراتیفي پیسو ځانګړي کولو او د ۱۵۴ پراختیايي پروژو د بودیجې تنقیص له امله د نیمايي کال د بودیجې سند رد کړ.
د ولسي جرګې د مالي کمېسیون او بودیجې رییس محمد عظیم محسني چې د نیمايي کال د بودیجې د سند په اړه یې د جرګې غړو ته معلومات ورکول، وویل، دغه کمېسیون د نیمايي کال د راپور د ارزونې لپاره د ۴۲ بودیجوي واحدونو مسوولین راغوښتي وو او د بودیجې سند یې و ارزاوه.
هغه زیاته کړه، د کال په پیل کې د بودیجې په سند کې د روان کال لپاره ۳۹۹ میلیارد عادي او پراختیايي بودیجه په پام کې نیول شوې وه او د نیمايي کال د بودیجې په سند کې په ټولیز ډول په بودیجه کې ۲۴.۹ میلیارد افغانۍ زیاتې شوې دي.
د ده په وينا، په عادي بودیجه کې ۲۱.۷ میلیارد افغانۍ او په پراختیايي بودیجه کې ۳.۸۶ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
د محسني د معلوماتو له مخې، د کال په پیل کې د بودیجې د تمویل لپاره ۱۸۸ میلیارد افغانۍ له داخلي سرچینو څخه په پام کې نیول شوې وې، خو اوس دغه شمېر ۲۰۸ میلیارد افغانیو ته لوړ شوی دی.
د کمېسیون رییس په ډاګه کړه چې په بهرینو سرچینو کې د کال د پیل د بودیجې د تمویل لپاره ۱۹۹ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، خو اوس دغه شمېر ۳.۳ میلیارد افغانیو ته ډېر شوی دی.
هغه وویل، له یوه کمېسیون پرته د دغې جرګې ټولو دایمي کمېسیونونو د نیمايي کال د بودیجې د رد غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: ((د نیمايي کال د بودیجې په سند کې د پنځو ادارو لپاره اضافي جوړښتونه په پام کې نیول شوي، د ۱۵۴ پراختیايي پروژو پیسې کمې شوې، د یو شمېر بودیجوي واحدونو بودیجه د هغو ادارو له همغږۍ پرته کمه شوې او د ولسمشر او مهمو کسانو د ساتنې د ادارې لپاره اوپراتیفي پیسې په پام کې نیول شوې دي.))
نوموړي دغه راز وویل، د بودیجې په سند کې د څو هغو ادارو لپاره چې تازه جوړې شوې او تر اوسه ملي شورا نه دي تصویب کړې، هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
هغه زیاته کړه: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو د بودیجې لپاره د تمویل سرچینې نه دي ځانګړې شوې او باید د نیمايي کال د بودیجې سند رد شي.))
د دې جرګې یو شمېر نور غړي هم د نیمايي کال د بودیجې سند د هېواد له اوسنیو اړتیاوو سره مطابق نه ګڼي او د هغو د رد غوښتنه کوي.
خو د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال زاهد همدرد چې د جرګې په نننۍ ناسته کې یې ګډون درلود، وویل، د یو شمېر ادارو پیسې د یادو ادارو د مسوولانو د ناغېړۍ له امله کمې شوې، ځکه دوی د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نه دي توانېدلي چې خپله پراختیايي بودیجه مصرف کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP