مزارشريف (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو کمپاينونو لپاره يې جدي امنيتي تدابير نيولي دي.
تورن جنرال ولي محمد احمدزي د زمري په ۱۰مه د شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه د ۳۱۰ سرتېرو په فراغت غونډه کې وويل، هغه کسان چې د افغانستان د بربادۍ په لټه کې دي، د دوی له سخت مقاومت سره به مخ شي.
احمدزی زياتوي چې د شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه ۲۵۰ سرتېري د ټيم ليډرۍ او ۶۰ سرتېري د سيمه ييزې اردو په برخه کې فارغ شول چې په خبره يې د جګړې لومړۍ کرښې ته به ځي.
نوموړی وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کانديدانو کمپاينونه شروع شوي او زياته يې کړه چې دوی د يادو کمپاينونو د ښه ترسره کېدو لپاره د شمال زون په سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې امنيتي تدابير نيولي دي.
جنرال احمدزی زياتوي چې په تېرو څلورو ورځو کې يې په بغلان او فارياب ولايتونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
نوموړی وايي، دوی د هغې سولې پلويان دي چې د افغانانو غوښتنې په کې ومنل شي.
د شاهين قول اردو د قوماندان په خبره، افغان ځواکونه به د هغو کسانو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي چې د افغانستان د بربادۍ خيال ورسره وي.
هغه خبرداری ورکړ چې د مسووليت په ساحه کې يې د ملي اردو هېڅ منسوب حق نه لري چې کوم کانديد ته کمپاين وکړي او يا هم په انتخاباتي منډو ترړو کې برخه واخلي.
د هغه په وينا، افغان ځواکونه به د ټاکنو امنيت لپاره زمينه برابروي او هر کانديد چې بريالی شو، دوی به يې عسکر وي.
د شاهين قول اردو يوه بريد مل عاشور محمد پژواک ته وويل چې جګړه د حل لاره نه ده خو هغه زياتوي چې دوی چمتو دي څو د تحميل شوې جګړې له زيانونو افغانان وژغوري.
نوموړی وايي چې افغان طالبان دې له پردۍ جګړې لاس واخلي او د سولې پروسې له برياليتوب وروسته دې د ملی ځواکونو په ليکو کې د هېواد خدمت وکړي.
دغه راز محمد رضا د شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه د ټيم ليډرۍ په برخه کې له زده کړو فارغ شوی دی.
login or register a new account.