Language

“له افراطیته د ځوانانو راګرځولو لپاره دې بنسټیز کار وشي”

ګردېز (پژواک، ۱۲ زمری، ۹۸): د پکتيا اوسېدونکي، د پوهنتون استادان او مدني فعالان افراطيت، تشدد ته ميلان او مختلف ملي ضد دريځونه د ځوانانو لويه ستونزه يادوي چې په خبره يې، د جدي اندېښنې وړ دي.

دوی دا خبرې په پکتيا پوهنتون کې د "خپلواکۍ" په نوم د يو ورځني علمي سيمينار په ترڅ کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې او ويې ويل چې افراطيت له بهره راغلې پديده ده.

د ياد پوهنتون یو استاد خالد حبيب وايي، د ځوانانو مذهبي فکري انحراف، سخت دريځي او تشدد ته ميلان لا هم له بهره هېواد ته را واردېږي او د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.

حبيب په هېواد کې د اسلامي زده کړو د بشپړې زمينې برابرول د دې ستونزې د حل يوه لار بولي او وايي چې له دغه کار سره به افغان علما د ورځنيو بېلابېلو چارو په اړه ملي ګټو ته په کتو پرېکړه او فتوا ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((که زموږ روغ فعاليتونه هم په مذهبي لحاظ ناروغ بلل کېږي او دلايل ورته تراشل کېږي، دا په داخل کې نه وي، له خارج نه دا کار کېږي؛،نو که موږ په داخل کې دارالافتا، ستر ديني مراکز او د علماوو سترې اجماعګانې ولرو، بيا دا مشکل حل کېږي.))

دغه راز د پکتيا پوهنتون استاد محمدزمان سمون ټينګار کوي چې د ځوانانو د فکري سمون لپاره بايد د بېلابېلو پروګرامونو له لارې پراخ کار او هغوی ته د سالمې بوختيا زمينې برابرې شي.

سمون پژواک ته وويل: ((کله چې ستونزه موجوده وي، له ستونزې د خلاصون لپاره د افهام او تفهيم ضرورت دی، له ځوانانو سره بايد خبرې وشي او سمې غوښتنې يې ومنل شي.))

د حقوقو پوهنځي محصل شاهدالله کامران وايي، کلونه يې په ګاونډي هېواد پاکستان کې ديني زده کړې کړې دي چې د رسمي زده کړو تر څنګ ورته په افغانستان کې د جهاد او بېلابېلو ستونزو د حل لپاره له تشدد څخه د کار اخيستو تبليغات او روزنه ورکول کېده.

کامران وويل: ((د مدرسې نصاب مو هم لوست، خو له دې سره، سره نور درسونه هم راکول کېدل چې په افغانستان کې سختيانې دي، جهاد وکړئ او د تشدد لپاره يې ډېره ذهنيت سازي کوله.))

مدني فعال محمد ادريس وويل، ځوانان بايد خپل وخت پر سالمو زده کړو او مطالعه تېر کړي او خپلې ټولنې ته په خپل نظر وګوري، نه د نورو چې په خبره يې د انحراف لامل ګرځي.

ادريس وويل: ((زه چې ګورم ډېر ځوانان په بېلابېلو نومونو افراطيت ته کش کېږي، زموږ هېڅ يو قانون له اسلام سره په ټکر کې نه دی، نو دا چې زموږ په مشرانو، حکومت او خلکو د کفر فتوا ورکول کېږي او د سزا وړ ګڼل کېږي، دا زموږ له ځوانانو غلطه استفاده ده چې د ځينو له خوا کېږي.))

دغه راز د پکتيا اوسېدونکى ولايت خان ولايتي وايي چې دولت بايد د دې اساسي ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي او د ښوونځيو له لومړنيو ټولګيو ماشومان پر سالم او هېوادپالي فکر وروزي.

login or register a new account.