Language

په تېرو دوو کلونو کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو صادرات په بېساري ډول ډېر شوي

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۹۸): ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د هېواد مېوو او سبزیجاتو ته یې د نړیوالو بازارونو موندلو لپاره اساسي کار پیل کړی او وايي تر هغو چې خپل تولیدات پر نړیوالو معیارونو برابر نه شي، صادرات پر خپلو پښو نه درېږي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته د زمري په ۱۱مه په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو زیاتوالي په اړه غونډه کې د دې برخې له مسوولینو سره وکتل.

په دې غونډه کې اړوندو بنسټونو د مېوو او سبزیجاتو د تولید او صادراتو د وضعیت، کورنیو او بهرنیو مارکېټونو ته د لاسرسي، ترانسپورټ، بازارموندنې، معیاري بسته بندۍ، د اتحادیو جوړولو او د کروندګرو د کوپراتیفونو په برخو کې خپلې ستونزې ولسمشر ته بیان کړې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، د افغانستان حکومت په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو تولید او په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې د صادراتو په برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې ده. هغه زیاته کړه چې یوازې روان کال تر ۱۷زره ټنه ډېره مېوه او سبزیجات د هوایي دهلېزونو له لارې صادر شوي چې د دغه کال تر وروستیو به دغه کچه درې زره ټنو ته ورسېږي. 

ولسمشر غني د یادو مسوولینو د خبرو له اورېدو وروسته وویل: ((د نړیوالو بازارونو موندلو لپاره اساسي کار پیل شوی او لا زیاتې پانګونې ته اړتیا لریو څو د تولید، پروسس او بسته بندۍ معیارونه او صادرات زیات شي.))

هغه زیاته کړه، تر هغو چې خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر نه شي، صادرات مو پر خپلو پښو نه درېږي او هر څومره چې مو تولیدات معیاري شي، صادرات او محصولاتو ته بازار زیاتېږي.

هغه څرګنده کړه، لا تر اوسه د هېواد د کرنیزو تولیداتو نقشه معیاري شوې نه ده او د کرنیزو تولیداتو د دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اتحادیو جوړول ضروري دي چې باید د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو اتحادیې جوړې شي.

ولسمشر وویل، په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان حکومت په دوامداره هڅو وکولای شول په سیمه او نړۍ کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو ته نوي بازارونه پیدا کړي او د صادراتو د پراختیا او وضعیت لپاره اړتیا ده چې خپله د صادراتو نقشه هم جوړه کړو.

غني د افغانستان د صادراتو بدنامولو په موخه د رقیبانو هڅو ته په اشارې وویل، د تولیداتو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې یې پرمختګونه له منفي سیالیو سره هم مخ دي، سوداګرو ځیني وخت د داسې افرادو او ډلو په اړه هم راپورونه ورکوي چې هڅه کوي صادراتو ته زیان ورسوي، په دې اړه باید ټول، په ځانګړي ډول امنیتي بنسټونه، ګمرکونه او بندرونه په کنټرول او د صادراتو د چک په پروسو کې لازم دقت او احتیاط وکړي. 

هغه وايي چې د افغانستان د ولسمشر په توګه یې تل د هېواد کرنیزو محصولاتو ته نوي نړیوال بازارونه پیدا کړي، لکه خلیج، سعودي عربستان او امارات چې د افغانستان زعفران پېري.

login or register a new account.