ښرنه (پژواک، ١٢زمرى ٩٨): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې په دغه ولايت کې له ٦٠ ډېر وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي د زمري په ١٢مه په مرکز ښرنه کې خبريالانو ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې امنيتي ځواکونو په مټاخان، جاني خېل، يحيى خېل، ګومل، سروضه، او سروبي ولسواليو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال له ٦٠ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شويو کې د طالبانو درې قوماندان، د مټا خان ولسوالۍ لپاره د طالبانو قاضي او پنځه پاکستانيان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، د همدې عملياتو پرمهال اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور يې ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ نور په دفاعي حالت کې نه يو، هرځاى چې وسله وال مخالفين ګورو، عمليات پرې کوو.))
خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ يواځې اته طالبان په پکتيکا کې وژل شوي دي.
دى وايي چې د همدې اوونۍ په جريان کې طالبانو د خوشامند ولسوالۍ مرکز نيولى او حکومتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې د پکتيکا ولايت په خوشامند، مټاخان، وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو کې طالبانو ډله ييز بريدونه کړي چې مرګ ژوبله يې هم درلوده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP