Language

د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو مهم او پرېکنده پړاو نن پيليږي

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨) :  دامريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو مهم او پرېکنده پړاو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيلېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د زمري په ١٢مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دا خبرې نن تر غرمې مخکې په ځايي وخت د سهار په لسو بجو په دوحه کې پيلېږي.

بلخوا دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي چې په دې مهم پړاو خبرو کې د ګډون لپاره پرون دوحې  ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړې، طالبانو داسې اشارې ورکړې چې غواړي يوې پايلې او تړون ته ورسېږي.

خليلزاد وايي، امريکا  هم د يوې ((ښې)) موافقې لپاره چمتو ده.

خو د امريکا ځانګړي استازي ټينګار کړى چې دا موافقه د ځواکونو د وتلو لپاره نه، بلکې د سولې لپاره ده.

د نوموړي په وينا، د سولې يوه ښه  موافقه د ځواکونو وتلو ته لاره برابروي.

بلخوا امريکايي رسنۍ واشنګټن پوسټ خبر ورکړى چې له طالبانو سره تر تړون وروسته به په لومړي قدم کې امريکا خپل شپږ زره سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

اوسمهال امريکا په افغانستان کې ١٤ زره سرتېري لري.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د اتم پړاو له خبرو مخکې شاوخوا لس ورځې په کابل کې تېرې کړې او له افغان مشرانو سره يې هر اړخيزې خبرې وکړې.

خليلزاد اسلام اباد ته تر روانېدو مخکې وويل چې دا ځل يې د کابل سفر تر ټولو بريالى او له ولسمشر اشرف غني سره يې پر ډېرو موضوعاتو موافقه کړې او په ګډه به پروسه پرمخ وړي.

 

login or register a new account.