تالقان (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨): د تخار د ولايتي شورا ځينې غړي او اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو پر اشکمش ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي او که مرستندويه ځواکونه ور ونه رسيږي، نو ډېر ژر به سقوط وکړي.
د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تر اوسه د اشکمش ولسوالۍ د زاړه ښار او ځينې نورې سيمې نيولې دي.
ده زياته کړه: ((دوه ورځې کيږي، سخت جنګ روان دى، بايد کومکي ځواکونه ولېږل شي که نه ولسوالۍ سقوط کوي.))
دغه راز د اشکمش يوه اوسېدونکي رحيم باى پژواک ته وويل چې طالبانو په زاړه ښار سيمه کې د پوليسو پوستې نيولي او پوليس يې وژلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اشکمش ولسوالۍ يواځې د ولسوالۍ مقام او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي، پاتې نورې ټولې سيمې له طالبانو سره دي.
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې مرستندويه ځواکونه اشکمش ولسوالۍ ته استول شوي دي.
هغه وايي: ((زموږ ځواکونه کوښښ کوي چې له طالبانو څخه بېرته سيمې ونيسي او ولسوالۍ تصفيه کړي.))
اسير وايي چې په دغه جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار طالبانو د تخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ د زوړ ښار سيمه نيولې ده.
هغه زياتوي چې د اشکمش امنيه قوماندانۍ او نور سيمې د طالبانو تر بريدونو لاندې دي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې د تخار ولايت خواجه بهاوالدين او خواجه غار ولسوالۍ هم سقوط شوې وې چې بيا بېرته امنيتي ځواکونو ونيولې.
login or register a new account.