ګردېز(پژواک، ١٢ زمرى ٩٨): د بدن ښکلا د سوېلي اسيا سياليو د دويم مقام ګټونکی افغان ورزشکار وايي چې د هېواد د نوم روښانولو لپاره ورزش کوي او په نړيوال ډګر کې د ملي بيرغ رپول يې ستره موخه ده.
وحيدالله عظيمي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې د سوېلي اسيا د اتو هېوادونو ترمنځ د بدن ښکلا په سياليو کې د نقرې مډال په اخيستو په ۸۵ کيلو ګرامه وزن کې دويم مقام خپل کړ.
نوموړی وايي، په دې لوبو کې د افغانستان د ۱۵ لوبغاړو په ګډون له هر هېواد څخه په بېلابېلو وزنونو کې ګڼ شمېر لوبغاړو ګډون کړی و، چې افغانستان د ۶ طلايي، ۲ نقره يي او ۵ برونز مډالونو په اخيستو د ټيم په لحاظ لومړی مقام خپل کړ.
ده زياته کړه چې د دويم مقام د خپلولو پر مهال يې خورا د خوښۍ احساس کاوه او د ملي بيرغ په لوړولو يې له سترګو د خوښۍ اوښکې روانې شوې.
عظيمي پژواک ته وويل:((کله چې ما دويم مقام واخيست، د مډال او تقديرنامې راکول کېدو پر مهال ملي سرود غږول کېده، ټول خلک يې په احترام ودرېدل، دا داسې احساس دی چې هغلته احساسيږي، سړي ته غرور او افتخار ورکوي.))
وحيدالله عظيمي وايي، له شاوخوا پنځلس کلونو راهيسې ياد ورزش کوي او له کابو اته کلونو راهيسې د ملي ټيم غړيتوب لري.
عظيمي پژواک ته وويل چې تر اوسه يې له لسو په ډېرو ملي او نړيوالو لوبو کې ګډون کړی او تر راتلونکو دوه مياشتو نورو اسيايي نړيوالو سياليو ته هم چمتووالى نيسي او هڅه کوي چې هېواد ته بری راوړي.
نوموړي زياته کړه: ((ډېر افتخار کوم چې د خپل ملت په نمايندګۍ مسابقو ته لاړ شم، مسابقه ورکړم، خپل ملي بيرغ په نړيوالو سياليو کې اوچت کړم. دوه مياشتې وروسته اسيايي سيالۍ دي او پوره امادګي ورته لرم چې انشاالله له هغه ځايه هم ښه لاسته راوړنه ولرو.))
عظيمي وايي، په هېواد کې ورزش لا هم ډېر کار ته اړتيا لري او دولت او نړيوالې ورزشي ادارې بايد د ورزشونو ودې ته ځانګړی پام وکړي.
نوموړى زياتوي چې په پکتيا کې د بدن ښکلا د ورزشکارانو لويه ستونزه د مناسب او معياري ځايونو نه شتون او د وسايلو کمی دی.
ده پژواک ته وويل: ((زموږ کلپ داران د ځای ډېر مشکل لري، چې داسې يو مناسب ځای نشته چې معياري کلپ په کې جوړ شي او ښه ورزش وشي.))
د استاد وحيد عظيمي يو تن شاګرد نورالله وايي، عظيمي ښه ورزشي اخلاق لري او له دوی سره يې چلند د يوه ښه ملګري په څېر دی.
login or register a new account.