پلخمری (پژواک،۱۲ زمری ۹۸): بغلان کې د غوري سمنټو فابريکې پر کاري اعتصاب کوونکو، کارمندانوچاودنه شوې چې دوه تنه په کې ټپيان شوي دي.
د يادې فابريکې يو تن کارکوونکي فيض محمد د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فابريکې مسوولين د مياشتنې تنخوا ورکولو په برخه کې ستونزه لري او هېڅ مهال تنخوا پر خپل وخت نه ورکوي.
هغه وايي: ((نن موږ غوښتل د همدې کار په غبرګون کې کاري اعتصاب او لاريون وکړو چې په دهلېز کې چاودنه وشوه او زموږ دوه ملګري په کې ټپيان شول.))
دغه راز د غوري سمنټو فابريکې يوه بل کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې دوى پر خپل وخت معاش نه دى اخيستى.
ده زياته کړه: ((موږ نن را غونډ شوي وو که چېرې له اختر څخه مخکې موږ ته معاش راکړل شي، ډېره به ښه وي، خو دهلېز کې چاودنه وشوه او زموږ څو ملګري په کې ټپيان شول.))
په دې اړه د غوري سمنټو فابريکې رييس رياض الدين شريفي پژواک ته وويل چې د چاودنې په اړه يې اورېدلي خو جزييات ورته معلوم نه دي.
شريفي وايي: ((همدا شېبه زه په ماليې وزارت کې يم، کوښښ کوم چې د فابريکې کارکوونکو ته له اختره وړاندې معاشونه ورکړم.))
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د غوري سمنټو فابريکې په دهلېز کې چاودنه شوې او دوه تنه په کې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي مسوولين د چاودنې د جزيياتو معلومولو لپاره سيمې ته ورغلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP