پل علم- غزني (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په لوګر او غزني ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي او ځيني نور ټپيان شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند څارمن شاپور احمدزي د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د الوزيو او د خوښۍ ولسوالۍ په دوبندي سيمو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز د دوبندي اوسېدونکي احمدالله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات نه درلودل.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په اب بند او قره باغ ولسواليو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠٣ تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو تېره شپه د غزني د اب بند ولسوالۍ په خدو خېلو او د قره باغ ولسوالۍ په ابو قلعه سيمو کې عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې د يادو عملياتو پر مهال نهه وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپيان شوي او دوه فيلډر موټر يې له منځه تللي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP