کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ولسي جرګې مالي او د بودجې کمېسیون وايي چې د نیمايي کال د بودجې سند بیا ملي شورا ته وړاندې شوی او پر اختلافي مسایلو بحثونه روان دي.
ولسي جرګې د نیمايي کال د بودجې سند چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بودجه هم په هغې کې شامله وه، د روان کال د زمري په نهمه د بودجې د تمویلوونکو سرچینو د نه مشخصوالي، د دوو نورو بنسټونو لپاره د اوپراتیفي پیسو د تخصیص او ۱۵۴ پراختیايي پروژو د بودجې تنقیص له امله د رایو په اکثریت رد کړ.
د اساسي قانون له مخې، د ملي شورا غړو باید د زمري په لومړۍ نېټه خپله د اوړي رخصتي پیل کړې وای، خو د حکومت په غوښتنه د نیمايي کال د بودجې د سند د برخلیک ټاکلو لپاره د ملي شورا مجلسینو پرېکړه وکړه چې د بودجې د تصویب لپاره تر لسو نورو ورځو رخصتي ونه کړي.
خو ملي شورا په لسو ورځو کې د بودجې پر تصویب بریالۍ نه شوه.
ولسمشر د روان کال د زمري په لسمه په یوه فرمان کې د بودجې تر تصویب پورې د ملي شورا د غړو د کار د دوام غوښتنه وکړه.
د مالي او بودجې کمېسیون مرستیال بکتاش ایشچي د مالیې وزارت له مسوولینو سره د دې جرګې د دایمي کمېسیونونو له ګډې ناستې وروسته نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، اوس هم د ۱۵۴ پراختيايي پروژو لپاره د بودجې د کموالي، د رجال برجسته ریاست او ولسمشر د ساتنې ریاست لپاره د اوپراتیفي پیسو ځانګړې کېدو او شپږو تازه بودجوي واحدونو ته د پیسو د ځانګړې کولو لپاره خبرې روانې دي.
هغه هیله وښوده چې د جرګې غړي وتوانېږي چې توافق ته لار پیدا کړي او د نیمايي کال د بودجې سند تصویب کړي.
د مالي او بودجې کمېسیون د معلوماتو له مخې، د کال په پيل کې د بودجې په سند کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودجه په پام کې نیول شوې وه او د نیمايي کال د بودجې په سند کې په ټولیز ډول ۲۴،۹ میلیارده افغانۍ بودجه زیاته شوې ده.
سرچینې وویل، په عادي بودجه کې ۲۱،۸ میلیارده افغانۍ او په پراختیايي بودجه کې ۳،۸ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
د نیمايي کال د بودجې د سند له مخې، د ټولې بودجې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ له داخلي عوایدو او ۲۰۲ میلیارده افغانۍ له بهرنیو سرچینو تمویلېږي.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او د مالي او بودجې کمېسیون غړي جاوېد ساپي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د نیمايي کال د بودجې په سند کې اختلافونه موجود دي او کمېسیون د جرګې له غړو او مالیې وزارت سره یو ځای کار کوي څو یادې ستونزې حل او د یوې اوونۍ په جریان کې د بودجې سند تصویب شي.
د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.
د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال زاهد همدرد چې د ګډ کمېسیون په نننۍ ناسته کې یې ګډون درلود، له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، څلور ورځې کېږي چې د مالي او بودجې له کمېسیون سره کار کوي څو اختلافات حل شي.
نوموړي هم هیله مندي څرګنده کړه چې د بودجې په سند کې شته ستونزې حل او یاد سند د روانې اوونۍ په جریان کې تصویب شي.
هغه زیاته کړه: ((د بودجې د تصویب ځنډېدل زموږ په خیر نه دي، د تصویب ځنډېدل حکومت د پراختیايي پروژو د لګښت او دولت د اساسي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ کوي.))
همدرد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د ټاکنو په یوه برخه کې موږ ځکه له ستونزې سره نه یو مخ او نه ورسره مخ کېږو چې د روان مالي کال د بودجې په سند کې ۱.۸ میلیارده افغانۍ بودجه د ټاکنو لپاره په پام کې نیول شوې او اوس له هماغو پیسو استفاده کېږي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP