کندوز ښار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): د کندوز ښار زرګرانو د دې لپاره چې ژوند او مال یې خوندي نه دی، لاريون کړی او خپلې هټۍ یې تړلې دي.
نن سهار شاوخوا اته بجې ناپېژندو وسله والو د کندوز په امام صاحب بندر کې د زرګرۍ له يوې هټۍ سره زر لوټلي او هټۍ وال يې پر ډزو سخت ټپي کړى دى.
د همدې پېښې په غبرګون کې د کندوز ښار ټولو زرګرانو خپلې هټۍ تړلې او پر لاريون لاس پورې کړى دى.
د لاريون کوونکو له ډلې متين زرګر د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي مسوولين د دوى د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.
هغه وايي: ((دا لومړى ځل نه دى چې زموږ زرګران د وسله والو له خوا لوټل کېږي، له دې وړاندې هم ورته ډېرې پېښې رامنځته شوې خو چا زموږ د امنيت د ټينګښت لپاره کوم اقدام نه دى کړى.))
دغه راز بل لاريون کوونکي نعيم زرګر پژواک ته وويل، تر هغه به د دوى هټۍ تړلې وي څو د دوى د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډ ورنه کړل شي.
دى زياتوي: ((زموږ دوکانونه به تړلي وي، د ښار نور دوکانونه هم تړو، په لويو لاريونونو لاس پورې کوو، ولې زموږ امنيت نه نيول کېږي؟))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک ته وويل چې دغه پېښه رامنځته شوې ده او پوليس يې د عاملينو د نيولو په لټه کې دي.
هغه وايي: ((د ټولو حوزو امرين مو را غوښتي، په دې اړه مجلس لرو، دغه پېښه شوې ده، موږ کوښښ کوو چې هر څه ژر دغه کسان ونيول شي.))
د يادونې ده، له دې مخکې هم د کندوز اوسېدونکو د نا مسووله وسله والو له ډېروالي شکايتونه کړي خو تر اوسه يې غږ نه دى اورېدل شوى.
login or register a new account.