پلخمري (پژواک، ۱۴ زمری ۹۸): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د زمري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د پلخمري ښار اړوند د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
ده زياته کړه: ((ماين د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى چې د ريموټ په وسيله کنټرولېده او پر رينجر يې چاودنه کړې ده.))
د بشارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.
بل لور ته د بغلان د عامې روغتیا ریاست ريیس ډاکتر محب الله حبیب پژواک ته وويل چې له یادې پېښې یو جسد او درې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه وايي چې وژل شوى کس پوليس دى او په ټپيانو کې دوه يې پوليس او يو يې ملکي وګړى دى.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، وړمه ورځ هم په پلخمري ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې وه چې له امله يې درې پوليس ټپيان شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP