کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې جرګې د عمومي ناستې پر نه ترسره کېدو د نیوکې ترڅنګ ادعا کوي چې د اداري پلاوي تر ټاکنو وروسته د دې جرګې نصاب یوازې یوه ورځ پوره شوی دی.
د جرګې د اصولو له مخې، شنبې، دوشنبې او چهار شنبې باید ولسي جرګه دغه راز یکشنبې او سې شنبې باید مشرانو جرګه خپلې عمومي ناستې ترسره کړي.
د هېواد د اساسي قانون له ۱۰۷مې مادې سره سم، ملي شورا هر کال دوې عادي ناستې لري، د شورا د هرې ناستې کاري موده نهه میاشتې ده او د اړتیا پر مهال شورا کولای شي یاده موده وغځوي.
د قانون پر اساس، ملي شورا باید د زمري په لومړۍ خپله د دوبي رخصتي پيل کړې وای، خو دې شورا د حکومت په غوښتنه د نیمايي کال د بودجې د تصویب لپاره تر اوسه د اوړي رخصتي نه ده پیل کړې او د بودجې سند یې یو ځل تېره اوونۍ رد کړ.
د نیمايي کال د بودجې سند تېره ورځ بیا ملي شورا ته وړاندې شوی او ګډ کمېسیون په کې پر اختلافي مواردو کار کوي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست د جرګې پر اداري پلاوي نیوکه وکړه او ویې ویل، د اداري پلاوي د بې کفایتۍ له امله په روانو ناستو کې د ټاکنو له ورځو پرته یوازې یوه ورځ د جرګې نصاب پوره شوی.
هغه زیاته کړه، تېره اوونۍ چهارشنبې لومړنۍ هغه ورځ وه چې یادې جرګې نصاب او اجنډا لرله.
د نوموړي په خبره، د ولسي جرګې غړي کار لري خو نه یې ترسره کوي.
بشردوست زیاته کړه: ((موږ چې هره ورځ د یوه مامور د یوې میاشتې معادل معاش اخلو په شخصي کارونو بوخت یو، باید نن ناسته جوړه شوې وای، ډېر مضوعات شته چې باید په اړه یې تصمیم ونیول شي.))
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن هم د دې جرګې د نننۍ ورځې په ترسره کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د نننۍ ناستې نه ترسره کېدل د دې جرګې د اداري پلاوي پر بې کفایتۍ دلالت کوي.
هغې زیاته کړه، په دې حساسو شرایطو کې باید د جرګې عمومي ناسته نه وای رخصت شوې.
نوموړې د جرګې د اداري پلاوي دغه کار د خلکو په حق کې ظلم وباله او د جرګې له اداري پلاوي یې وغوښتل چې د خلکو د استازو وخت ضایع نه کړي.
login or register a new account.