کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۹۸) : د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفې ډلې مشر شهباز شریف پر لومړي وزیر عمران تور پورې کړی، چې له امریکا سره یې پر کشمیر معامله کړې ده.
د امریکا غږ د راپور له مخې، شهباز شریف دزمري په ۱۵مه، د پاکستان د پارلمان ګډې غونډې ته د وینا پر مهال چې د کشمیر پر موضوع راغوښتل شوې وه، ادعا وکړه، چې عمران خان د امریکا ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان د سولې په بدل کې کشمیر معامله کړې ده.
هغه زیاته کړه: “دا څنګه معامله ده؟ څنګه انصاف او څنګه فکر دی چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو لپاره دې خوشحالي وشي، او محفلونه دې جوړ شي، خو کشمیر کې دې وینې توی شي”.
شهباز شریف ټینګار وکړ، هغه څه چې افغانستان لپاره مهم دي، پاکستان لپاره هم دي او پرته له شکه پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي.
نوموړی چې د خپل ورور نواز شریف د واکمنۍ پر مهال د پنجاب ایالت مشر وزیر و، ویلي ” دا امکان نه لري چې کشمیر دې په اور کې وسوځي، ښځې او ماشومان دې وژل کیږي او موږ دې ولسمشر ټرمپ ته وایو چې په افغانستان کې سوله ټینګوو. داسې نه کیږي او داسې به و نه شي.”
ددغو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړې، یوازې په کشمیر کې یې د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی چې اساسي هدف یې په سویلي آسیا کې اقتصادي وده او د کشمیرد ستونزې حل وو.
وروسته له هغې چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ لانجه زیاته شوه، پرون هند په بې ساري اقدام کې د کشمیر اختیارات لغوه کړل.
د هند اساسي قانون ۳۷۰ مادې د جمو او کشمیر ایالت ته چې اکثره پکې مسلمانان اوسیږي ځانګړي اختیارات ورکړي وو، خو له دې وروسته دا اختیارات د اجرا وړ نه دي.
پاکستان د هند ددغه اقدام پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان پوځ وویل چې په د کشمیر کلکه ننګه کوي.