Language

طالبانو د ولسمشرۍ ټاکنو د مخنيوي ګواښ کړی

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨) : طالبانو يو ځل بيا ويلي چې راتلونکې ټاکنې مشروعيت نه لري، له خلکو يې غوښتي چې ګډون په کې ونه کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې چې ټاکل شوې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي، د ١٨ کانديدانو له خوا ټاکنيزې سيالۍ او کمپاينونه د زمري په ٦مه پيل شوي دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د زمري په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې  په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې ټولې ټاکنيزې چارې د بهرنيانو او سفارتونو له خوا تنظيمېږي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ټاکنو کې د ولس رايو او ارادې ته ډېر ارزښت نه ورکول کېږي او په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې هم تر لانجو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په خوښه حکومت جوړ شو.

طالبانو ويلي، ټاکنې ځکه مشروعيت نه لري چې سراسري نه دي او خلک په کې برخه نه اخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له بل اړخه له امريکا سره مذاکرات او د بین الافغاني تفاهم لپاره ترتیبات روان دي، دغه خاص وضعیت او شرايطو ته په پام سره هم دا تش په نامه ټاکنې يوازې د څو محدود شمېر سياسي کسانو د ګټو لپاره ترسره کېږي.

طالبانو ويلي چې دوى به تر خپل وسه د دې ټاکنو د مخنيوي هڅه وکړي او له خلکو يې غوښتي چې د ټاکنو په کمپاينونو او د رايې اچولو په پروسه کې له ګډونه ډډه وکړي.

په خبرپانه کې طالبانو له نړيوالې ټولنې هم غوښتي چې له دې ټاکنو دې ملاتړ نه کوي.

د يادونې ده، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امريکا او ګڼو نورو هېوادونو د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

login or register a new account.