ګردېز (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): د پکتيا ګڼو قومي مشرانو او ديني عالمانو د سولې په اړه خپلمنځي ناسته کې په دې برخه کې د هلو ځلو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې اوسمهال د سولې د خبرو لپاره ښه زمينه برابره ده.
دوی له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند اعلان او په دې لاره کې واقعي ګامونه پورته کړي.
قومي مخور او د سولې ولسي حرکت غړي احمد جان فیضي د قطر وروستيو خبرو ته هيله من دی او وايي چې په دې خبرو کې بايد د شخصي غرضونو او قدرت غوښتلو پر ځای د ولس او هېواد ستونزو ته پام وشي.
فيضي اوربند د سولې د خبرو لپاره اساس بولي او وايي: ((اوربند د سولې لومړی ګام دی، دا بايد واخيستل شي، يانې که اوربند نه وي، ژر سوله ناممکنه ده. موږ ډېر هيله من يو، خدای دې وکړي چې دا خبرې نتيجه ورکړي او دوی دروغ ونه وايي.))
قومي مخور ظاهر اورياخېل وايي، حکومت د ټولو هېوادوالو استازيتوب کوي او له حکومت سره له مخامخ خبرو پرته سوله او ثبات شوني نه دي.
اورياخېل نيوکه کوي چې ښکېلې غاړې د قطر په خبرو کې د شخصي ګټو په لټه کې دي او د جګړې زياتولو له لارې د امتياز اخيستو هڅې کوي چې په خبره يې خورا غير انساني کړنه ده.
نوموړي پژواک ته وويل: ((حکومت د ټول ملت منتخب حکومت دی، که څوک يې نه مني، خوند نه ورکوي، منتخب يې نه بولي يا يې لاسپوڅی بولي، هغه د هغوی خپل نظر دی، دا ټولې دنيا منلی، ټولې دنيا په رسميت پېژندلی، له افغان حکومت سره له خبرو پرته سوله امکان نه لري.))
ديني عالمانو روانه جګړه د اسلام له نظره حرامه ياده کړه او ويې ويل چې د مخنيوي لپاره يې بايد جدي او رښتيني ګامونه واخيستل شي.
ديني عالم مولوي عرب ګل حسين وايي، روانه جګړه د افغانستان د مسلمانانو د اقتصادي، ټولنيزې او نورې تباهۍ لامل ده او د مخنيوي اقدام يې د علماوو په ګډون د ټولو مسووليت دی.
حسين وویل: ((سوله الهي امر دی، موږ پر دې مکلف يو چې د سولې غږ پورته کړو.))
بل ديني عالم مولوي عبدالله وايي چې افغان جګړه پردۍ ده چې بهرنيو هېوادونو په سپېڅلو نومونو د افغانستان د تباهي او خپلو ګټو لپاره روانه ساتلې چې د حالاتو په درک کولو سره يې بايد طالب مشران هر څه ژر د ختمولو لپاره واقعي اقدامات وکړي.
عبدالله زياته کړه: ((خدای مو يو دی، اسلام مو يو دی، قران مو يو دی، ايمان مو يو دی، کلمه مو يوه ده، کتاب مو يو دی، نو بيا ولې موږ نه يو کېږو؟))
login or register a new account.