Language

د کابل ښار شپږمې حوزې موټربم بريد کې ١٨ کسان وژل شوي او  ١٠٨ نور ټپيان دي

څلورم تعقيب/ شهرکابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): ځينې سرچينې وايي چې د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې پر نظام قراول د موټربم بريد له امله ١٨کسان وژل شوي او ١٠٨ نور ټپيان شوي دي.

دغه موټربم چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې د يوه موټر په وسيله د شپږمې امنيتي حوزې په دروازه کې وشوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې په دغه بريد کې ٥٠ کسان ټپيان شوي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند وحيدالله مايار وويل چې تر اوسه ٩٥ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.

خو يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ١٨ کسان وژل شوي او ١٠٨ نور ټپيان دي.

سرچينه زياتوي چې په دې پېښه کې د حوزې امر هم ټپي شوى، د شپږمې حوزې او د ملي اردو د جلب او جذب د مرکز يو شمېر نظامي موټر هم  ويجاړ شوي دي.

د سرچينې په خبره، زياتره کسان د ښيښو ماتېدو له امله ټپيان شوي دي.

د چهاردهي يوه اوسېدونکي حفیظ الله پژواک اژانس ته وويل چې د دې پېښې له امله د سيمې خلکو ته زيات مالي او ځاني زيان رسېدلى دى.

هغه زياته کړه: ((د پېښې د سيمې شاوخوا زياتره ښځې او ماشومان ټپيان شوي موږ چې له غرمې مخکې حساب وکړ او کورونه مو له نږدې وليدل، درې کورونه تخريب شوي.))

هغه له حکومته وغوښتل چې د خلکو د اوسېدو له ځايونو نظامي ادارې وباسي.

د دې چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

login or register a new account.