ګردېز (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): په پکتيا کې د ګردېز- پټان پر لويه لار وسله والو طالبانو د ملي اردو اووه سرتېري له موټره ښکته کړي او وژلي یې دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور شي، د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي سرتېري د اووم کنډک د درېيم ټولي سرتېري وو چې د شپږ مړي يې قول اردو ته ور وړل شوي او د سيد کرم ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي جسد د خپلو خلکو له خوا وړل شوی دی.
دغه راز د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې دغو سرتېرو په احمدخېلو ولسوالۍ کې دنده درلوده او د معاش اخيستو لپاره ګردېز ته ورتلل چې د ميرزکې ولسوالۍ اړوند په کړکين خوله سيمه کې وسله والو طالبانو ښکته کړي او وروسته يې وژلي دي.
ځاځي پژواک ته وويل چې په وروستيو کې د دې لويې لارې امنيتي حالت ډېر خراب شوی او دولتي کارکوونکي پرې د تګ، راتګ پر مهال له سختو امنيتي ستونزو سره مخ وي.
نوموړی وايي: ((د ملي اردو سربازان چې متاسفانه د مخالفينو له لوري په لويه لار کې له موټرو ښکته شوي او تېره شپه وژل شوي دي. مړي يې نن په سيمه کې غورځول شوي وو چې سهار انتقال شوي دي.))
بل لور ته د پکتيا د امنيې قومانداني وياند سردارولي تبسم پژواک وويل چې د يادې پېښې په اړه معلومات نه لري.
هغه وايي چې وسله والو طالبانو پرون پر دې لويه لار څلور ملکي کسان له موټرو ښکته کړي وو او له لږ ځنډ وروسته يې بېرته خوشي کړي دي.
همدارنګه د ميرزکې يو اوسېدونکی ميراخان هم وايي چې په سيمه کې ياده پېښه شوې ده او زياتوي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په کړکين خوله سيمه کې ګڼ شمېر کسان له موټرو ښکته کړي وو چې څو تنه يې نن وژلي دي.
خان وويل: ((کړکين خوله کې هر وخت طالبان راوځي، پرون يې هم چک پاينټ اچولی و، ډېر کسان يې ښکته کړي وو، خو د اوو کسانو مړي نن موندل شوي دي.))
د ميرزکې ولسوال محمد شريف کليوال هم پېښه تاييدوي او وايي چې د پېښې په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.
کليوال وويل: ((کړکين خوله کې پېښه شوې ده، څو تنه نظاميان شهيدان لرو.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.